د قرغزستان نارامۍ؛ نوی لومړی وزیر وټاکل او مخکېنۍ ولسمشر بیا ونیول شو

د خپرېدو وخت

په قرغزستان کې د نارامیو په دوام هممهاله، چې د وروستیو پارلماني ټاکنو د پایلو د اعتراض له کبله رامنځ ته شوې،‌ پخوانی ولسمشر الماس بیګ اتامبایف چې د ټاکنیزو اعتراضونو لومړیو ورځو کې خوشی شوی و، بېرته نیول شوی.

په ورته وخت کې ددغه هېواد پارلمان یو ملتپال کس د لومړي وزیر په توګه ټاکلی دی.‌

په قرغزستان کې د پولیسو او لاریونیانو ترمنځ د اخ و ډب خبرونه هم ورکړل شوي.

ددغه هېواد امنیتي ځواکونو د شنبې په ورځ د الماس بیک اتامبایف پر استوګنځي برید کړی او هغه یې تر یو اونۍ کم وخت خوشي کېدو وروسته بېرته نیولی دی.‌

د دغه هېواد د وروستیو پارلماني ټاکنو د پایلو په اړه ډېری وګړو اعتراضونه وکړل.

ددغو اعتراضونو په غبرګون کې د شنبې په ورځ پارلمان نېشنلېست سیاستوال صادر جباروف چې ‌تر یوې اونۍ مخکې پورې زندان کې و، د نوي لومړي وزیر په توګه ټاکلی دی.‌

ښاغلی جباروف ددغه هېواد یوه وتلې سیاسي څېره ده چې د تېرو ټاکنو د پایلو په اړه اعتراضونو په لړ کې خوشی شو.‌

هغه له ۲۰۱۳ کال راهیسې د یوه دولتي مقام د برمته کولو په جرم زنداني شوی و.

په تېره سې شنبه لاریونیانو پر پارلمان او ځینو نورو دولتي بنسټونو بریدونه وکړل او د ټاکنو د پایلو لغوه کېدو او مسکو ته د نژدې ولسمشر سورنبای جینبکف د لیرې کېدو غوښتنه یې وکړه.‌

دوی وايي، په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې، خو نړیوالو څارونکو دا ادعا پ‍ه منطق ولاړه نه ده بللې او د اندېښنې وړ خبره یې بللې ده.‌

په پام کې ده چې سورنبای جینبکف به د نوې کابینې تر ټاکلو او لوړې وروسته ښاغلی جباروف له څوکۍ لیرې کړي.

قرغزستان چې له چین سره ګډه پوله لري، په ۱۹۹۱ کې له پخواني شوروي اتحاد خپلواکي واخیسته. دغه هېواد په منځنۍ اسیا کې د خپلو ګاونډیانو پرتله نسبتاً په ازادو ټاکنو مشهور دی، خو په ۲۰۰۵ او ۲۰۱۰ کلونو کې د اعتراضونو له کبله د دولت ړنګېدو او د ولسمشر استعفا ته اړایستل شو.

وروستۍ ناامنۍ د مسکو اندېښنه لا پسې ډېره کړې ده. بیشکک د مسکو له متحدانو ګڼل کېږي.