د کویت امیر شيخ صباح الصباح د ۹۱ کالو په عمر مړ شو

د عکس سرچینه، Reuters
د کویت رسمی خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د دغه هېواد امیر الشيخ صباح الأحمد الجابر الصباح د ۹۱ کالو په عمر ومړ. د نوموړي ناسکه ورور او ولي العهد ۸۳ کلن نواف الأحمد الجابر المبارك الصباح د نوموړي ځایناستی بلل کېږي.
په جولای میاشت کې له یوې نامعلومې ناروغۍ وروسته په کویت کې د شیخ الصباح جراحي عملیات وشول او بیا امریکا متحدو ایالتونو ته د درملنې لپاره لاړ.
شیخ الصباح له ۲۰۰۶ راهیسې د کویت امیر و او له تېرو ۵۰ کلونو راهیسې یې د خپل هېواد بهرنیو چارو وزارت مشري کړې.
نوموړی د هغې 'عرب دیپلوماسي مشر ' بلل کېږي، چې د خلیج جګړې پر مهال یې پر کویت د عراقي یرغل پر مهال د عراق ملاتړ کوونکو هېوادونو سره د اړیکو بیا رغاونې هڅې وکړې.
امیر دغه راز د سیمه ییزو شخړو پر مهال د منځګړي رول لپاره هم مشهور و، چې د سعودي عرب او قطر تر منځ روان دیپلوماتیک جنجال هم پکې شامل دی.
کویت دغه راز د بشري مرستو لپاره د یو شمېر مرستندویه غونډو له کوربتوب سره - سره د سوریې په کورنۍ جګړه کې له مداخلې ډډه وکړه.
په ۲۰۰۶ کال د کویت پارلمان د واکمنۍ پر نهمه ورځ د هغه مهال امیر شیخ سعد العبدالله د روغتیايي دلیلونو له کبله بې واکه کړ او شیخ الصباح یې ځای ناستی شو.

د عکس سرچینه، Anadolu Agency
نوموړی د مخکیني امیر شیخ جابر الاحمد الجابر د واکمنۍ پر مهال د لومړی وزیر دنده درلوده او تر کلونو پورې د اصلي واکمن په نظر ورته کتل کېدل.
له هغه مخکې نوموړی له ۱۹۶۳ تر ۱۹۹۱ او بیا له ۱۹۹۲ تر ۲۰۰۳ پورې د خپل هېواد د بهرنیو چار وزیر و.
کویت څلور اعشاریه اته میلیونه نفوس لري، چې درې اعشاریه څلور میلیونه بهرني کارګر پکې ژوند کوي، د نړې تر ټولو ډېرو نفتي زېرمو لرونکو هېوادونو کې شپږم ځای لري او د امریکا مهم اتحادي هېواد دی.
الصباح کورنۍ له تېرو ۲۶۰ کلونو راهیسې پر دغه هېواد واکمنه ده. د امیر خبره د دغه هېواد په سیاسي چارو کې وروستۍ بللې کېږي او د پارلمان لغوه کولو او ټاکنو د اعلان واک لري.



















