تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوکرایین پوځي الوتکې لوېدو کې ۲۲ کسان وژل شوي
اوکراییني چارواکو ویلي، د هېواد ختیځکې یوه پوځي الوتکه لوېدلې چې لږترلږه ۲۲ کسان پکې وژل شوي. دوی وايي ډېری وژل شوي د هوايي ځواکونو محصلین دي.
انتنوف ۲۶ ډوله الوتکه د اوکرایین ختیځ خارکیف ښار ته څېرمه د کوزېدو پرمهال لوېدلې ده.
د خارکیف هوايي ځواک پوهنتون محصلین د تمرین پرمهال الوتکه کې لېږدول کېدل. د بېړنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، الوتکه کې ۲۷ کسان سپاره وو.
په الوتکه دوه ټپي کسان موندل شوی، د شپې د درېیو تر تم شویو کسانو لټون روان و.
الوتکې د لوېدو د لامل په اړه هم څېړنه روانه ده.
د بېړنیو چارو وزارت ویلي، الوتکه چوهیف ښار کې له پوځي هوايي ډګره دوه کیلومتره لیرې دغه لوېدلې ده.
د الوتکې له لوېدو سره د پېښې ځای کې لوګی او اور لیدل شوی خو وروسته اور وژل شوی دی.
د کورنیو چارو مرستیال وزیر انتون جیراچینکو فرانس پرېس ته ویلي دا یوه زړه بوږنوونکې پېښه ده.
دی وايي: "اوسمهال د الوتکې د لوېدو مالومول ناشوني دي."
ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، د شنبې په ورځ به د پېښې ځای ته ولاړ شي خو لا له وړاندې یې د پېښې څېړلو لپاره یوه ډله ګومارلې ده.
د روان کال جنورۍ میاشت کې ایران کې یوه اوکرایینۍ الوتکه چې ۱۸۰ مساپر بکې سپاره وو، تهران کې له هوايي ډګر تر پورته کېدا وروسته غورځېدلې وه.
وروسته ایران ومنله چې دا د بشري تېروتنې له کبله لوېدلې ده.
ایراني چارواکي وايي، دې کسانو کې ۱۴۴ ایرانیان، ۱۱ اوکراینیان، ۱۰ افغانان، ۹ کاناډایان، څلور سعودیان او یو انګرېز و.