ولسمشر ټرمپ ته په زهرو ککړ لیک سپینې ماڼۍ ته له رسېدو مخکې نیول شوی

د خپرېدو وخت

امریکایي چارواکي وایي، هغه په زهرو ککړ لیک چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په نامه سپینې ماڼۍ ته استول شوی و، یادې ودانۍ ته تر رسېدو وړاندې راګرځول شوی.

چارواکي وایي، دغه لیک تېره اوونۍ په هغه مرکز کې وموندل شو چېرته چې د سپینې ماڼۍ ټول لیکونه او پارسلونه معاینه کېږي.

دوی زیاتوي چې د دې لیک په پاکټ کې د ریسین په نامه زهرجن مواد موندل شوي دي. د ولسمشر ټرمپ ادارې تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

اوس د امریکا د پلټنو فدرالي اداره (اېف بي ای) او د دې هېواد د ملي امنیت اداره په دې اړه پلټنې کوي چې دا لیک د چا لخوا استول شوی و.

دوی همدا راز غواړي پوه شي چې دې ته ورته نور لیکونه هم د امریکا پوستي سیستم له لارې استول شوي که نه.

اېف بي ای د شنبې پر ورځ امریکایۍ سي اېن اېن شبکې ته وویل، د اوس لپاره عامو خلکو ته له دې کبله کوم ګواښ نه دی پېښ.

یو چارواکي نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، داسې باور کېږي چې دا لیک له کاناډا استول شوی و، او د اېف بي ای ازموینو ثابته کړې چې پاکټ کې ریسین زهر وو.

کاناډایي پولیسو هم منلې ده چې د دې پېښې پلټلو کې له اېف بي ای سره مرسته کوي.

ریسین څه ډول مواد دي؟

ریسین یو ډول زهرجن مواد دي چې په ځینو غلو دانو کې په طبیعي ډول موندل کېږي. د دې موادو تنفس کول یا تېرول کولی شي د زړه بدۍ، داخلي وینې بهېدلو او د بدن د غړو د فلج کېدو لامل شي.

تر دې دمه د ریسین زهرو د خونسا کولو یا د هغو ناروغانو درملنې لپاره چې دا زهر وخوري، کوم درمل نشته.

که یو کس دا زهر تنفس کړي یا یې وخوري، کېدای شي چې له ۳۶ تر ۷۲ ساعتونو کې دننه مړ شي. خو دا په دې پورې هم اړه لري چې زیانمن کس په څومره اندازه ریسین زهر خوړلي یا تنفس کړي دي.

امریکایي ساینس پوهان وایي چې ریسین د ترهګریزو بریدونو لپاره هم کارول شوي. دوی وایي، ریسین زهر د پوډرو یا کومه بله بڼه کې د وسلې په توګه هم کارېدلی شي.

په تېر کې هم سپینې ماڼۍ او د امریکا ځینو نورو فدرالي ودانیو ته په پارسلونو یا لیکونو کې ریسین زهر استول شوي دي.

په ۲۰۱۴ کال کې یو کس له دې کبله په ۲۵ کاله بند محکوم شو چې پخواني ولسمشر باراک اوباما او نورو امریکايي چارواکو ته یې په ریسین زهرو ککړ لیکونه استولي وو.

په ۲۰۱۸ کال کې هم د امریکا د سمندري پوځ یو پخوانی افسر سپینې ماڼۍ او د دفاع وزارت ودانۍ یا پنټاګون ته د زهرجنو لیکونو په لېږلو تورن شوی و.