پاکستان پر ځینو ډلو او کسانو لګول شوي بندیزونه لا سختوي

    • Author, رحمان الله بي بي سي
    • دنده, پېښور
  • د خپرېدو وخت

پاکستاناني چارواکي وايي، حکومت پر يو شمېر تنظيمونو چي له وړاندې تر حکومتي بندیزونو لاندې دي دغه بنديزونه نور هم سخت کړي دي.

د پاکستان حکومتي فرمانونو له مخې د جماعت الدعوه، جيش محمد، طالبان، حقاني شبکې او القاعده پر ۸۸ غړو او مشرانو به دغه بندیزونه سخت شي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزرات په وینا د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک له مخې دې بندیزونو کې د دې کسانو د شتمنیو کنګلول، د وسلې پر اخیستو او د مالي ادارو له لارې د پېسو پر لېږد بندیزونه شامل دي.

په یوه ځانګړي امر کې راغلي چې په لیست کې د شاملو کسانو او ډلو شتمني او بانکي حسابونه به له مخکیني خبرداري پرته سملاسي کنګلېږي.

په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، هېڅوک له دې کسانو سره مستقیم یا غیر مستقیمه مالي مرسته نه شي کولای.

د بندیزونو په دې نوملړ کې په افغانستان کي د طالبانو د پخواني حکومت ځینې وزيران، واليان، ۲۱ جهادي ډلې او د خير ښګېړې یو شمېر تنظيمونو نومونه هم شامل دي.

په دوو جلا اعلامیو کې د دغو بندیزونو لړ کې د یو شمېر طالب مشرانو تر څنګ د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعيد، د جيش محمد ډلې مشر مسعود اظهر، د حقاني شبکي مشران جلال الدين حقاني، خليل احمد حقاني او سراج الدين حقاني نومونه شامل دي.

د پاکستان حکومت دغه امر کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له خوا د هغو کسانو نوملړ هم تایید شوی، چې بندیزونه پرې لګېدلي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزرات په وینا د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو په لیست کې د بدلون په صورت کې به پاکستان نوي لګول شوي بندیزونه هم پلي کړي.

پاکستان حکومت د "فایننشل اکشن ټاسک فورس " يا ايف ای ټي ايف له خړ نوملړ نه د وتلو لپاره تر فشار لاندې دي.

په دا ورسيتو کې واکمن تحريک انصاف ګوند د اپوزېسیون ګوندونو په مرسته د ايف ای ټي ايف له خړ نوملړ نه د وتلو لپاره يو شمېر قوانین جوړ کړي او ښايي دا تازه ګام يې هم د دغې لړۍ یوه کړۍ وي.