امریکا له عراقه څو اونیو کې ۲۲۰۰ سرتېري وباسي

د خپرېدو وخت

امریکا متحده ایالتونه په څو اونیو کې له عراقه د خپلو پوځیانو له درېیمې برخې زیات باسي. په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو لوړ پوړي قومندان جنرال کینیت مکنزي خبریالانو ته وویل، په سپتمبر میاشت کې به هلته د دېره ځواکونو شمېر له ۵۲۰۰ سرتېرو ۳۰۰۰ سرتېرو ته راټیټ شي.

پاتې پوځیان به د چارواکو په خبره هلته د اسلامي دولت نومې ډلې د پاتې شونو جرړو ایستلو کې له عراقي امنیتي ځواکونو سره د سلا مشورې او همکارۍ چارې پرمخ بیايي.

تېره میاشت د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپله مخکینۍ خبره تکرار کړې وه، چې څومره ژر کېدای شي له عراقه خپل پوځیان باسي.

په جنورۍ کې بغداد کې د امریکایانو لخوا په یوه ډرون برید کې د ایراني جنرال قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته په عراق کې دننه هم د امریکايي پوځیانو شتون په یوه ناندریزه موضوع بدل شوی دی.

له هغې پېښې څو وروځې وروسته عراقي پارلمان د دغه هېواد له حکومته وغوښتل چې د عراق پر خاوره د بهرنیو پوځیانو عملیات ودروي، خو دغه غوښتنه تر اوسه پورې نه ده منل شوې.

وروسته امریکا پر ایران پلوه مېلشه تور پورې کړ، چې پر هغو پوځي مرکزونو یې توغندیز بریدونه کړي، چې د دوی پوځيان پکې دېره دي.

له دې نه وروسته د مارچ میاشتې په یوه برید کې دوه امریکایي او یو برتانوی پوځي وژل شوي وو.

رویټرز خبري اژانس د سې شنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله خبر ورکړ چې د امریکا ولسمشر به په راتلونکو ورځو کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د کمېدو په اړه هم اعلان وکړي.

د امریکا د ولسمشر یوه ژمنه چې د ټاکنو پر مهال یې کړې وه له نه خلاصېدونکو جنګونو د امریکايي ځواکونو بېرته خپل هېواد ته ستنول وو.

د کارپوهانو په باور، له افغانستان او عراق ځکه امریکايي ځواکونه ایستل کېږي، چې ټرمپ د امریکا خلکو ته وښيي چې خپله ژمنه یې عملي کړې ده.

په افغانستان کې اوس ۸۶۰۰ امریکایي ځواکونه حضور لري.

ولسمشر ټرمپ په تېره میاشت کې له "اکسیوس" وېبپاڼې سره په مرکه کې ویلي وو په افغانستان کې به د امریکايي سرتېرو شمېر ۴۰۰۰ ته راښکته کړي.

په عراق کې هم ۵۲۰۰ امریکایي سرتېري مېشت دي.