فېسبوک د یوه لاعلاجه ناروغ د مرګ شېبې په ژوندۍ بڼه خپرولو اجازه ورنه کړه

الان کوک

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، الان کوک له یوې کمیابه ناروغۍ کړېږي، چې عصبي ریښې یې فلج کړې دي
د خپرېدو وخت

فېسبوک وایي هغه فرانسوی سړی چې په یوه نا علاجه ناروغۍ اخته دی اجازه نه ورکوي چې د خپل مرګ بهیر په ژوندۍ بڼه پر دغه ټولنیزه رسنۍ خپور کړي.

۵۷ کلن الن کوک په تېرو ۳۴ کلونو کې د عصبي ریښو د حرکت په یو ډول ویجاړوونکې ناعلاجه ناروغۍ اخته دی. هغه په وروستیو کې اعلان وکړ چې نور خپل درمل نه خوري، د وروستي ځل لپاره یې ډوډۍ خوړلې او د مرګ په تمه دی.

هغه غواړي د ډوډۍ او درملو په نه خوړلو سره په خپله پلان شوې ځانوژنه لاس پورې کړي.

کوک ویلي وو، غواړي د شنبې په ورځ د خپل ژوند وروستۍ شېبې د فېسبوک له لارې خپرې کړي،چې د فرانسې په قوانینو کې د خپل مرګ غوښتلو (اتانازي) په تړاو تغیرات رامنځته شي.

ښاغلي کوک د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون غوښتي وو چې په قانوني ډول او د درملو په نه خوړلو سره خپل ژوند ته د پای ټکی کېږدي.

مکرون په ځواب کې ورته ویلي سره له دې چې د کوک ملاتړ کوي او د هغه پرېکړې ته درناوی کوي، خو د فرانسې د قانون له مخې "ځانوژونکو ته د ځانوژنې اجازه نه ورکوو."

ځیني ډلې په ځانګړې توګه کاتولیک کلیساګانې په خپله خوښه مرګ غوښتونکو ته اجازه نه ورکوي.

خو په ځینو نورو هېوادونو کې بیا هغه ناروغان چې په خپله مرګ غوښتونکي دي که په هر عمر کې وي د مرګ اجازه ورکوي چې خپل ژوند پای ته ورسوي.

په کومو هېوادونو کې خپلو مرګ غوښتونکو ته اجازه ورکول کېږي؟

په هالنډ، بلجیم او لوکزمبورک کې خپل مرګ غوښتونکو ته اجازه ورکول شوې او ناروغ کس سره د هغه په عملې کولو کې مرسته کوي.

سویس کې اجازه ورکړل شوې د ځینو درملو په مرسته یو ناروغ کس خپل ژوند ته د پای ټکی کېږدي.

کولمبیا نا علاجه ناروغانو ته په خپله د ځانوژنې اجازه ورکړې.

د کلفورنیا، اورګان، واشنګټن، ورمنت او مونتانان ایالتونو کې له ناعلاجه ناروغانو سره په خپل خوښه مرګ غوښتنه کې د مرستې اجازه ورکړې.

کاناډا هم څو کاله وړاندې ځینې قوانین تصویب کړل چې روغتیا پالانو ته اجازه ورکړل شوه له هغو ناروغانو سره مرسته وکړي چې د خپل مرګ غوښتونکي دي.

د ناروغانو عمر باید څومره وي؟

الان کوک پر خپل چپرکټ فېسبوک کې د ځانوژنې د وېډیو خپرول غوښتل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، الان کوک پر خپل چپرکټ فېسبوک کې د ځانوژنې د وېډیو خپرول غوښتل

په هالنډ او بلجیم کې د ۱۸ کلونو کم عمرو کسانو ته د خپلې خوښې مرګ اجازه ورکړل شوې.

په هالنډ کې کورنۍ د ۱۶ او ۱۸ کلونو ناروغانو مرګ ویتو او یا ردولو اجازه نه لري، خو له هغوی سره باید مشوره پرې وشي.

د ۱۲ او ۱۶ کلونو ترمنځ ناروغان نه شي کولای په خپله خوښه خپل ځان ووژني کورنۍ یې باید ورسره موافقت یا خوښه ولري.