'ایران تر ورکړل شوي حد ۱۰ برابره ډېر یورانیم بډایه کړي'

د خپرېدو وخت

د نړیوالې اتومي انرژۍ سازمان پخپل تازه رپوټ کې ویلي، څارونکي یې د ایران د اتومي انرژۍ یوې اختلافي بټۍ ته ورغلي او موندلې یې ده چې دغه هېواد تر ورکړ شوي حد لس برابره ډېر یورانیم بډایه کړي دي.

د نړیوالې اتومي انرژۍ سازمان ویلي، ایران نن د ورکړل شوي حد لس برابره ډېر یورانیمو بډایه کولو فعالیت مخته وړي، چې له اتومي هوکړې ښکاره مخالفت دی.

دغه سازمان پخپل یوه تازه رپوټ کې ویلي "د ایران د بډایه شویو یورانیمو زېرمه ۲۱۰۵ کیلوګرامو ته رسېږي - چې تر ورکړل شوي حد ۳۰۰ کیلوګرامو ډېره لوړه د او پر همدې حد په ۲۰۱۵ کال کې هوکړه شوې وه."

دا اعلان وروسته تر هغه شوی چې د اتومي انرژۍ سازمان څارونکو ته ایران اجازه ورکړې وه چې یوې مشکوکې اتومي بټۍ ته ورشي او هرڅه پخپلو سترګو وویني.

ایران ټینګار لري چې اتومي پروګرام یې د سوله ییزو موخو لپاره دی.

د نړیوالې اتومي انرژۍ سازمان زیاتوي، روانه میاشت به له دویمې اتومي بټۍ هم نمونې واخلي.

ایران په ۲۰۱۵ کال ل چین، فرانسې، جرمني، روسیې، برتانیا او امریکا سره هوکړه کړې و چې محدوده اندازه یورانیم به بډایه کوي، خو تېر کال یې په ښکاره له دې هوکړې وتل پیل کړل.

ایران دا ګام وروسته تر هغه واخیست چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ایران بندیزونه ولګول او له یادې هوکړې ووت.

ایران د اتومي وسلو جوړولو لپاره په سلو کې ۳٫۶۷ (چې ۱۰۵۰ کیلوګرامه بډایه شوي یورانیم کېږي) اړتیا لري، خو وروسته ښايي ۹۰ سلنه بډایه شویو یورانیمو ته اړ شي.

کارپوهان وايي، که ایران یورانیمو بډایه کولو ته دوام ورکړي، نو ډېر وخت ته به اړتیا ولري.

تېره اونۍ ایران ویلي وو، د "ښه نیت" له مخې یې خپلو اتومي بټیو ته د نړیوالو اتومي څارونکو ته ‎د ورتګ اجازه ورکړې ده.

په تېره جولای میاشت کې هم ویل شوي وو، چې ایران د یورانیمو د بډایه کولو او ذخیره کولو له ټاکل شوي حده چې ۳۰۰ کیلوګرامه یورانیم دي، اوښتی.