تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چینايي ولسمشر پاکستان ته خپل سفر ځنډولی
په پاکستان کې د چین سفیر یاو ژنګ وايي، چینايي ولسمشر شي جین پنګ پاکستان ته خپل سفر ځنډولی دی.
د پاکستان دولتي راډیو په رپوټ کې د چینايي سفیر له قوله ویل شوي چې دواړه هېوادونه پاکستان ته د ښاغلي شي د سفر لپاره د نوې نېټې پر ټاکلو کار کوي، چې په وینا یې ژر به اعلان شي.
د چینايي سفیر په خبره ولسمشر شي جین پنګ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په هغه بلنه دغه هېواد ته سفر کاوه چې ښاغلي خان چین ته په خپل سفر کې ورکړې وه.
د سفر هدف څه و؟
که څه هم پاکستان یا چین په دې لړ کې رسماً څه نه دي ویلي، خو چینايي سفیر په خپلو خبرو کې د هغو ننګونو یادونه وکړه چې د پاکستان او چین تر منځ د لویې لارې رغونې پروژه (سي پیک) ورسره مخامخ ده.
نوموړي زیاته کړه، دواړه هېوادونو له هغو ننګونو خبر دي چې سي پیک ورسره مخامخ ده او په شریکه به ورسره مقابله کوي.
په پاکستان کې د چین سفیر وايي، 'موږ به دښمن ته اجازه ور نه کړو، چې خپل هدف ته ورسېږي او د کورونا وېروس له ستونزې سره سره به د سي پیک پر ټولو پروژو کار روان وي. '
د چارو شنونکي ډاکتر فضل الرحمان د بي بي سي خبریال اعظم خان ته په دې تړاو وویل، 'سي پیک یوه اوږدمهاله پروژه ده، چې له تخنیکي پلوه به په کې لوړې ژورې راځي، خو ستراتیژیک اړخ یې له پامه نه شي غورځول کېدای. '
له دې مخکې د پاکستان له لوري د سي پیک سمبالونکې ادارې مشر متقاعد جنرال عاصم سلیم باجوه د پاکستاني لومړي وزیر لپاره د اطلاعاتو ځانګړي سلاکار له دندې استعفا ورکړه، چې لومړي وزیر عمران خان یې استعفا و نه منله.
جنرال باجوه وايي، غواړي ټول تمرکز پر سي پیک وکړي، ځکه په وینا یې عمران خان ویلي، چې زموږ راتلونکی په سي پیک پورې اړوند دی.