'خلافت زېرمه' د داعش ډلې د پروپاګند موادو ستره زېرمه موندل شوې

د عکس سرچینه، iSd
- Author, شیروما سلوا
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د ستراتیژیکو مذاکراتو انسټیټوټ (ای ایس ډي) په نامه یوه مرکز څېړونکي وايي د اسلامي دولت نومې ډلې اړوند انلاین توکو یوه خورا پریمانه زېرمه یې موندلې ده.
په دغه ډیجیټل زېرمه کې تر ۹۰ زره ډېر بېلا بېل لیکلي، غږیز او تصویري توکي دي چې د لیدونکو او اورېدونکو شمېر یې په یوه میاشت کې تر ۱۰ زرو کسانو ډېر دی.
ماهرین وايي، دغه توکي په پرلپسې ډول له انلاین لارې د سخت دریځۍ اړوند پروپاګند تشه ډکوي. خو دوی وايي، دغه ډیټا په یوه ځای کې نه ده زېرمه شوې، ځکه یې لېرې کول هم ګران دي.
د برتانیا او امریکا ترهګرۍ ضد ادارو ته په دې تړاو له خبرداري سره سره دغه مواد زیات شوي.
دغه مواد د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر کې د اسلامي دولت نومې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي له وژل کېدو وروسته موندل شوي دي. هغه مهال د خواله رسنیو پر هغو حسابونو چې د دغې ډلې ملاتړ یې کاوه، له هر پیغام سره یو لینک یا تړاو خپریده.
د دغه لینک له لارې څېړونکي هغو اسنادو او ویډیوګانو ته رسېدلي چې پر نهو ژبو خپرېدل. په دې موادو کې د لندن، مانچسټر، او امریکا د ۲۰۰۱ کال سپتمبر ۱۱ مې بریدونو په تړاو جزیات خپاره شوي.

د عکس سرچینه، iSd
ماهر ترهګر
د ای ایس ډي انسټیټیوټ مرستیال مشر مصطفی عیاد چې دغه زېرمه یې موندلې وايي:
''په دې کې داسې هر څه شته چې د برید له پلانولو نیولې تر سره کولو پورې زده کړه کې ورته اړتیا ده. اصلاً دا داسې څه دي، چې د یوه کامیاب ترهګر روزنې لپاره مهم دي. ''
پاپ سندرغاړی
انسټیټوټ دغې ټولګې ته د 'خلافت زېرمې ' نوم ورکړی. ماهرینو تر میاشتو پورې د دې موادو مطالعه کړې چې معلومه کړي، څنګه دغه مواد لاس پر لاس کېږي او څوک یې پر انټرنېټ لټون کوي.
د یوه پر ځایه له بېلا بېلو کمپیوټرونو دغه توکي خپاره شوي دي. دغه توکي د خواله رسنیو کمنټ پاڼو له لارې خپرېږي.
یو ډول یې پر ټویټر د مشهورو شخصیتونو او لوبغاړو د ټویټر پاڼو په نښه کول هم دي. د بېلګې په توګه اسلامي دولت نومې ډلې د مشهور سندرغاړي جسټن بیبر د مینه والو پاڼه هک کړې وه او بیا له خپلې ټولګې بېلا بېل توکي پرې خپاره کړل.
د برتانیا رګبي لوبې پاڼه هم دغې ډلې یو ځل هک کړې ده.
د مصطفی عیاد په خبره دوی پوهېږي چې څنګه له دغسې دریځونو ګټه پورته کړي او دوی ته د خپلې محتوا قوت هم معلوم دی.

د عکس سرچینه، iSd
فراري ناوې
د دغې شبکې ټول مطالب د تاوتریخوالي اړوند نه دي.
د دې مطالبو لوستونکي د داعش فلسفې، مذهبي مطالبو او داعش مشرانو د ژوند په هکله له مبالغې ډک مواد لولي. د بېلګې په توګه داسې مطالب چې د لوست له کبله یې ځوانه بریتانوۍ شمیمه بېګم داعش ته وروتښتېده.
ماهرین وايي، د دې موادو لیدونکي او اورېدونکي ډېری د عربي هېوادونو ځوانان دي چې عمرونه یې د ۱۸ او ۲۴ کلونو تر منځ دي.
دغسې ۴۰ سلنه کسان د خواله رسنیو له لارې دې توکو ته لاسرسی مومي، چې ډېری یې د یوټیوب له لارې ورځي.
د انسټیټیوټ په وینا د خلافت کېشې تر څنګ ځينې نورې توندلارې ډلې هم خپل ورته توکي په بېلا بېل ډول او له جلا لارو انلاین بڼه خپروي.
د بي بي سي مانیټرنګ څانګې مینا ال لامي په وینا له بېلا بېلو شبکو او سرورونو انلاین خپاره شوي مواد لېرې کول ستونزمن کار دی.
دا هر څه د ازادي، خلوت او راز ساتنې پر موضوع بدل شي او د جهادیانو پام ورته اوړي.
څېړونکو په نیویارک کې د پولیسو او څارنوالۍ ترهګرۍ مخنیوي څانګې ته د دې خطرناکې موضوع خبرداری ورکړی.
نیویارک چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو پولیس وايي، د انسټیټیوټ لخوا یې رپوټ ترلاسه کړی دی او له ماهرینو سره د دغه خطر څرنګوالي په هکله سلا مشورې کوي.




















