تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هند پخوانی ولسمشر په کورونا وېروس له اخته کېدو وروسته مړ شو
د هند پخوانی ولسمشر پرناب مکرجي د ۸۴ کالو په عمر مړ شوی دی. ۲۱ ورځې وړاندې د نوموړي د کورونا وېروس معاینې پایله مثبته راختلې وه. ښاغلی مکرجي د مغزو د جراحۍ عملیاتو لپاره د نوي ډيلي یو روغتون کې بستر و چې په کورونا وېروس اخته کېدل یې هم تائید شول.
پرناب مکرجي له ۲۰۱۲ کاله تر ۲۰۱۷ کال پورې د هند ولسمشر و، خو تر هغه وړاندې یې د خپلو پنځو لسیزو سیاسي ژوند کې پر ګڼو نورو مهمو پوستونو هم دنده ترسره کړې وه.
له ولسمشرۍ پرته نوموړی د هند د اقتصاد، بهرنیو چارو او دفاع وزیر هم پاتې شوی و.
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ښاغلي مکرجي ته درناوی وړاندې کړی او ویلي یې دي، د هند د تېرو څو لسیزو پرمختګ کې یې مهم رول لوبولی و.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د ښاغلي مکرجي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او نوموړی یې د افغانستان یو ملګری بللی دی.
د هند حکومتي نظام کې د ولسمشر سمبولیک رول
د هند د اساسي قانون له مخې په دې هېواد کې د ولسمشر رول تر ډېره سمبولیک دی او کوم ځانګړی واک نه لري.
خو د ولسمشر رول ځینې وخت هله مهم شي چې په ټولټاکنو کې هېڅ سیاسي ګوند هم غوڅ اکثریت رایې ترلاسه نکړي.
په داسې وضعیت کې بیا د هند ولسمشر پرېکړه کوي چې کوم ګوند یا سیاسي ټلوالې ته د حکومت جوړولو بلنه ورکړي.
د ښاغلي مکرجي په ولسمشرۍ کې داسې وضعیت کله هم رامنځته نشو، ځکه ټاکنو کې تل بریالی ګوند مالوم و.
خو په ځینو نورو چارو کې نوموړي پرېکنده دریځ وښود، د بېلګې په توګه د ځینو هغو کسانو د بښلو غوښتنې یې رد کړې چې په اعدام محکوم شوي وو.
پرناب مکرجي د خپل سیاسي ژوند ډېره برخه د هند په کانګرس ګوند کې تېره کړه، هغه ګوند چې له لسیزو راهیسې د هند په سیاسي صحنه کې برلاسی او واکمن و.
خو کانګرس ګوند په ۲۰۱۴ او بیا په ۲۰۱۹ کلونو کې د لومړي وزیر نرېندرا مودي "بي جې پي" ګوند په لاس دوه ځله پرله پسې ماتې سره مخ شو.
ښاغلی مکرجي په ۱۹۶۰ لسیزه کې د اندیرا ګاندي د لومړي وزارت پر مهال د کانګرس ګوند غړی شو.
په ۱۹۸۶ کال کې نوموړي د کانګرس له مشرانو سره د اختلاف له کبله خپل جلا ګوند جوړ کړ، خو دوه کاله وروسته بېرته کانګرس ته ورستون شو.
په هند کې له حکومتي دندو پرته نوموړي د پیسو نړیوال صندوق او همدا راز نړیوال بانک کې هم دندې ترسره کړې وې.