د تري تم شوو کسانو 'هره ورځ د مرګ ورځ وي'

پاکستان کې ورک شوي کسان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستان کې تر ډېره د دغه هېواد د پوځي استخباراتو اداره تورنه ده چې په زوره ورک کړل شویو کسانو پېښو کې لاس لري
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد
  • د خپرېدو وخت

د اګست دېرشمه هر کال په ټوله نړۍ کې په زوره د تري تم شویو یا ورک کړل شویو کسانو په نوم لمانځل کېږي.

ملګري ملتونه او د بشري حقونو ټول سازمانونه دا کار له بشري حقونو سخته سرغړونه بولي او د نړۍ په یو شمېر هیوادونو کې وسلوالې ډلې، حکومتونه او زورواکي د بشري حقونو په همدې سرغړونه تورن دي.

پاکستان یو له همداسې هیوادونو دی چې له مودې راهیسې پکې زرګونه کسان ورک دي. له دوی د ډېریو د تری تم کېدا تور د دغه هیواد پر پوځ او استخباراتو پورې کېږي.

د خیبرپښتونخوا او پخوانیو قبایلي سیمو په شمول د پاکستان په شاوخوا ټولو سیمو کې اکثره وخت د انسانانو د تری تم کېدا راپورونه ورکول کېږي. خو له بلوچستانه نیولې تر پخوانیو قبایلي سیمو او په پښتونخوا کې هغه وخت د تری تم کېدا دا پېښې زیاتې شوې چې هلته ناامني وي او یا هم د وسلوالو پر ضد د پاکستاني ځواکونو عملیات وي.

۶۶ کلن خانیم الله له څلورو کلونو راهیسې ورک دی
د عکس تشریح، د ۶۶ کلن خانیم الله زوی وايي پلار يې څلور کاله وړاندې امنیتي ځواکونو له حجرې یووړ چې بیا يې هیڅ درک مالوم نه شو.

خانیم الله له څلورو کلونو راهیسې ورک دی:

له ډيورنډ کرښې سره څېرمه په پخوانیو قبایلي سیمو کې- چې اوس د خیبرپښتونخوا ایالت برخه دي- په تېره شاوخوا یوه لسیزه کې ناامني وه. په ځينو سیمو کې پاکستاني طالبان فعال وو چې د هغوی پر ضد بیا د پاکستان پوځ په بېلابېلو وختونو کې عملیات کړي.

هلته د ناامنۍ په دې موده کې په سلګونو انسانان ورک شول، د ځينو يې تښتوونکي نامالوم دي او ځينې کورنۍ بیا د خپلو ورکو شویو عزیزانو تور د پاکستان پر استخباراتو ورپورې کوي، لکه د خیبر د تری تم شوي سپين ږيري خانیم الله کورنۍ.

خانیم الله چې دا وخت يې عمر ۶۶ کاله دی، له تېرو څلور کلونو راهیسې ورک دی.

د دغه ورک شوي سپين ږیري زوی احسان ګل له بي بي سي سره مرکه کې وویل، پلار يې څلور کاله وړاندې امنیتي ځواکونو د خیبر د خاصه دار په ملګرتیا له حجرې یووړ چې بیا يې هیڅ درک مالوم نه شو. ښاغلی ګل او کورنۍ يې د سپين ږیري خانیم الله د تری تم کېدا تور د پاکستان پر استخباراتو او امنیتي ځواکونو اچوي.

احسان ګل وايي چې "موږ ددې ذمه وار استخبارات او امنیتي ځواکونه ګڼو چې زما پلار يې وړی او اوس زموږ ږغ هیڅوک نه اوري".

د ورک شوي خانیم الله زوی احسان ګل
د عکس تشریح، د ورک شوي خانیم الله زوی احسان ګل

د خانیم الله د کورنۍ په څېر د تری تم شویو کسانو ټولو کورنۍ وايي، که يې د کورنۍ غړي کوم جرم کړی وي، نو باید محکمې ته حاضر کړل شي او که يې جرم نه وي کړی نو ولې لاهم ځينو کړیو دغه کسان بندیان کړي دي. د سپين ږیري خانم الله زوی زیاتوي، په کورنۍ يې هره ورځ د ورک شوي پلار د مرګ ورځ تېرېږي.

'د تري تم شویو کسانو قضيې روانې وي خو ورک کس پيدا نه شي':

په پاکستان کې د بشري حقونو فعالانو او د تري تم شویو کسانو د خوشي کېدو لپاره جوړو شویو سازمانو بیا بیا احتجاجونه کړي. د حکومت له لوري ورسره ژمنې هم شوې دي خو دغه ژمنې یوازې ژمنې پاتې شوې دي.

پېښور مېشته فعاله او وکیله زینت کاکا خېل وايي، د پېښور په لوړه محکمه کې د ورکو شویو داسې ډېرې قضیې شته چې له کلونو کلونو روانې وي خو هغه کس پيدا نه شي.
د عکس تشریح، پېښور مېشته فعاله او وکیله زینت کاکا خېل د ورک شویو کسانو قضیې تعقیبوي.

پېښور مېشته فعاله او وکیله زینت کاکا خېل وايي، د پېښور په لوړه محکمه کې د ورکو شویو داسې ډېرې قضیې شته چې له کلونو کلونو روانې وي خو هغه کس پيدا نه شي.

"اوس هم د یوې داسې قضیې تیاري کوم چې یو کس له تېرو یوولسو کلونو راهیسې تری تم دی او د مرګ ژوند حال يې نشته".

د بشري حقونو لپاره د پاکستان حکومت یو کمیسيون لري خو د دې کمیسيون د فعالیت حال له همدې اخیستلی شو چې له تېر یوه کال د دغه کمیسيون د مشر څوکۍ خالي ده.

د یاد کمیسيون پخوانی مشر او قاضي علي نواز چوهان وايي، لومړي وزیر عمران خان تر واک وړاندې بیا بیا ویلي وو چې بشري حقونو به يې له لومړیتوبونو وي خو اوس يې شاید دا هر څه هېر وي.

"شاید لومړی وزیر به اوس خبر هم نه وي او یا يې له قصده نه خبروي. اوس دا هم هڅې کېږي چې په دغه کمیسيون کې داسې کسان واخلي چې د هغوی له محکمو یا عدالت سره هېڅ کار هم نه وي. د دې کمیسيون ضرورت قاضیان دي چې دغه کار په خپلواک ډول وکړي. خو که داسې ونه شي نو د بشري حقونو د دغه کمیسيون به بیا کوم عزت پاتې نه شي".

قاضي علي نواز چوهان وايي، لومړي وزیر عمران خان تر واک وړاندې بیا بیا ویلي وو چې بشري حقونو به يې له لومړیتوبو وي خو اوس يې شاید دا هر څه هېر وي.
د عکس تشریح، قاضي علي نواز چوهان وايي، لومړي وزیر عمران خان ژمنه کړې وه چې بشري حقونو ته به لومړیتوب ورکوي خو ښکاري داسې چې دا هر څه یې هېر کړي دي.

له دې سره چې د پاکستان په هره سیمه کې تر ډېره د تري تم شویو کسانو تور د دغه هیواد پر استخباراتو پورې کېږي خو هغوی تل دغه تورونه ناسم بللي دي.

دلته اکثره وخت چارواکي په دې موضوع له رسنیو سره له خبرو کولو ډډه کوي او په ورته وخت کې بیا رسنوال هم تر ډېره دغه ستونزه حساسه بولي او ورباندې کار کول ورته تر نورو موضوعاتو ګران ښکاري. ښايي لامل يې دلته د دغو کسانو په ورکېدا کې د ښکېلو یا تورنو کسانو زور وي.