د ادریس خټک قضیه: "نه پوهېږم چې زما پلار یې ولې رانه بیولی"

ادریس خټګ

د عکس سرچینه، Shumaisa Khattak

    • Author, سائره عاشر
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

تالیا لا کوچنۍ وه، چې مور پلار یې له یوه بله بېل شول او د ګهیځ له سباناري نیولې، ښوونځي ته له تلو مخکې د سر وېښتو تر ږمنځولو پورې یې ټول مسوولیت د پلار پر اوږو شو. تالیا وايي، 'پلار مې ډېر ښه و، فکر کوم د ژوند یوازینۍ وېره مې دا وه چې پلار له لاسه ور نه کړم. 'خو تېر سپتمبر کې د تالیا همدا بد خوب رښتیا شو.

د بشري حقونو مشهور فعال ادریس خټک په رڼا ورځ د پاکستان په شمال کې له خپل ګاډي تری تم شو او تر ۷ میاشتو پورې تالیا نه پوهېده چې پلار یې چا او ولې بیولی او بیا یوه ورځ په بې ساري توګه د جبري بې درکه کسانو په تړاو د څرګندونو پر مهال د پاکستان پوځ ومنله چې ۵۶ کلن ادریس خټک د دوی په توقیف کې دی او د یوې سري مادې له مخې پوښتنې ګروېږنې ترې کېږي.

له هغه وروسته یو لور ته دا فکر چې پلار به یې چېرې او په څه حال کې وي، تالیا خوب ته نه پرېښوده، نو بل لور ته یې ځان له دې کبله هم ملامت باله چې پر هماغه ورځ چې پلار یې ورک شو، دې په ریل ګاډي کې ولې سفر کاوه.

تالیا پر هغه ورځ له اسلام اباده کراچۍ ته تله، خو د پلار یې زړه نه و، ځکه د یوې پیغلې لپاره یې په ریل ګاډي کې سفر خوندي نه باله او د تالیا له ډاډه وروسته یې ویلي و، چې هر ساعت وروسته به یې په ټیلیفون کې حال اخلي. د سفر په عین منځ کې هغه دې ته وویل، چې ښه احساس نه لري او که پر راتلونکي تم ځای کې کوزه شي، له ځان سره به یې واخلي. دا وايي:

''ځان راته ډېر ملامت ښکاري، که هغه ورځ مې د پلار خبره منلې وای، زه به ورسره ګاډي کې وم. ''

ادریس خټګ

د عکس سرچینه، Shumaisa Khattak

د عکس تشریح، دوې ورځې وروسته نامعلوم سړي د دوی کور ته ورغلل او د ادریس خټک لپټاپ او هارډ ډسکونه یې هم له ځان سره یوړل.

بل ځل د ټیلیفوني خبرو پر مهال هغه ستړی معلومېده او ساه یې لنډه - لنډه کېده. لور ته یې ویلي و، چې تر راتلونکو څو ورځو پورې ښايي ټیلیفون ورسره نه وي او بیا یې د پیغام او ټیلیفون ځواب هم بند شول، چې له تالیا سره یې نوره اندېښنه راپیدا کړه. څو ورځې وروسته اسلام اباد ته د ستنېدو پرلاره یې له دوستانو یو پیغام ترلاسه کړ:

''په خواشینۍ سره درته وایم، چې ستاسې پلار تښتول شوی دی. ''

کورنۍ یې د ساتنې لپاره د پېښې په اړه څه نه ویل، خو پر خبر پاڼو یې د پلار تصویرونو او خبر اندېښنه تاییدوله.

ادریس خټک په خیبر پښتونخوا کې چې کور یې پکې دی، له صوابۍ انټرچېنج سیمې په ملکي جامو کې نامعلومو کسانو تښتولی و. له نوموړي سره یې ډرېور هم تښتول شوی و، چې وروسته یې پولیسو ته وویل، نامعلومو کسانو یې سرونه په کڅوړو کې وتړل او نامعلوم لوري ته یې له بیولو دوې ورځې وروسته دی یوازې پرېښود.

دوې ورځې وروسته نامعلوم سړي د دوی کور ته ورغلل او د ادریس خټک لپټاپ او هارډ ډسکونه یې هم له ځان سره یوړل. تالیا وايي، د کورنۍ ټول تصویرونه یې هم په همدې توکو کې و او بیا یې تر میاشتو پورې د پلار په هکله هیڅ نه دي اوریدلي.

بیا څلور نورې میاشتې تېرې شوې او د تالیا له کشرې خور سره به د پلار د شکرې ناروغۍ اندېښنه وه، چې ورځني درمل به یې موندلي وي او که نه.

ادریس خټګ

د عکس سرچینه، Shumaisa Khattak

د ادریس خټک ورور پولیسو ته رسمی شکایت ثبت کړ او محکمې ته یې عریضه وکړه چې پولیسو ته یې د ورور لټون لپاره امر وکړي. د بښنې نړیوالې ټولنې ایمنسټي انټرنېشل چې ادریس خټک ورسره مخکې د څېړونکي په توګه دنده درلوده دا (جبري بې درکي) وبلله، چې د دولت په ملاتړ سړي تښتونې لپاره په پاکستان کې همدا اصطلاح کاروول کېږي.

له شپږ میاشتو تېرېدو وروسته تالیا پر خواله رسنیو یوه ویډیويي پیغام کې له خلکو وغوښتل چې د پلار ځای ځایګي معلومولو لپاره پر حکومت فشار راوړي. په پاکستاني محافظه کاره ټولنه کې د یوې ځوانې نجلۍ لخوا په عام محضر کې د عدالت او انصاف غوښتنه معمول نه بلل کېږي او د دې کورنۍ ملحوظات درلودل.

تالیا وايي:

''تل مې فکر کاوه، پلار به مې څه کول، او زه پوهېږم هغه به پټه خوله نه و، که موږ هر یو سره داسې څه شوي وای، هغه به غږ پورته کاوه. زما د پلار په څېر قضیې ډېرې دي، هغه لومړی کس نه دی او وروستی هم نه دی، همدا فکر مې لیونۍ کوي او اندېښنه مې ځکه زیاته شي، چې موږ ډېر څه نه شو کولای. ''

د جبري بې درکۍ مخینه

په پاکستان کې د جبري ورکې مخینه پخوانۍ ده او د پخواني واکمن جنرال پروېز مشرف د واکمنۍ پر مهال ۱۹۹۰ کلونو کې یې شهرت ډېر شو.

په تاریخي ډول ډېری هغه کسان تري تم کېدل، چې یا سخت دریځي وسله وال وو او یا د بلوچستان په څېر نارامو سیمو اوسېدونکي بېلتون پال به وو او یا په دا وروستیو کې ملتپال سندیان هم پکې شامل وو.

خو په دا وروستیو کلونو کې بیا پر امنیتي ځواکونو تور پورې کېږي، چې په خورا پراخه کچه دغه تکتیک اوس د هغو خبریالانو، لیکوالو او مدني فعالانو پر ضد هم کاروي، چې پر حکومت نیوکې کوي.

د ادریس خټک کورنۍ ادعا کوي چې دوی نه پوهېږي نوموړی ولې تښتول شوی، ځکه په وینا یې په دا وروستیو کلونو کې یې پر حکومت یا پوځ برالا نیوکې نه دي کړې. نوموړی د بلوچستان له یوه مهم نېشنل ګوند سره تړاو درلود.

ادریس خټګ

د عکس سرچینه، Shumaisa Khattak

د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون ( ایچ ار سي پي) د اټکل له مخې وايي، په دغه هېواد کې دا مهال نژدې ۲۱۰۰ سیاسي کارکوونکي او مدني فعالان تري تم دي، خو ښايي اصلي شمېر تر دې خورا ډېر وي.

د دغه سازمان پخوانی غړی حارث خالق وايي، په ځانګړې توګه دغه چاره د هغو کورنیو لپاره ډېره ځورونکې ده، چې ځینې مهال تر کلونو پورې د خپلو تري تم عزیزانو له ځای ځایګي بې خبره پاتې کېږي. نوموړی وايي:

''که دولت پخپله په غیر قانوني کړنو کې ښکېل وي، نو د هغو غیر دولتي کسانو څه مخنیوی به وکړي، چې دغه ډول فعالیتونه کوي؟ ''

په ۲۰۱۱ کال کې د جبري بې درکۍ معلوماتو لړ کې یو کمېسیون وټاکل شو، خو د اوسني هغه په ګډون حکومتونه و نه توانیدل د جبري بې درکۍ جرم بللو ژمنه پوره کړي، چې د ماهرینو په وینا یو لامل یې په پاکستان کې د حکومت او پوځ تر منځ نژدې اړیکي دي.

ایمنسټي انټرنېشنل وايي:

''د جبري بې درکۍ جرم بللو له پرلپسې ژمنو سره سره دا د اختلاف یا نیوکو پر ضد د یوې وسیلې په توګه کاروول کېږي. ''

تالیا

د عکس سرچینه، Supplied

د عکس تشریح، تالیا غږ پورته کړی او د پلار بې درکۍ معلومات غواړي

پر چارواکو د نړیوال فشار راوستلو لپاره د ادریس خټک کورنۍ غړي د ملګرو ملتونو بشري حقونو کمشنر تر دفتره او د برتانیا تر بهرنیو چارو وزارت او مشترکه دولت ادارې پورې ورسېدل او بیا په مخینې توګه دغې کورنۍ ته وویل شول چې ادریس خټک د پوځي استخباراتو په توقیف کې دی او د ۱۹۲۳ کال یوې پخوانۍ سري قانوني مادې له مخې تورن شوی.

دغې کورنۍ ته وروسته دا هم معلومه شوه چې نوموړی به په یوه سري پوځي محکمه کې محاکمه کېږي. دوی نه پوهېږي پر هغه څه ډول تورونه لګېدلي او ښايي پرې خبر هم نه شي.

دوی تر اوسه نه دي توانیدلي هغه وویني او یا ورسره خبرې وکړي او د تالیا لپاره چې هر ماښام به یې د خپلې ټولې ورځې حال له پلار سره شریکاوه اوسنی حالت اسان نه دی.

دا په سویټزرلنډ کې له مور سره رابطه کې ده، خو وايي د ټولو له ملاتړ سره سره یې په ژوند کې داسې یوازیتوب نه و لیدلی.