سعودي: له فلسطنیانو سره تر سولې مخکې له اسراییل سره اړیکي ناشوني دي

فرحان

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، فرحان السعود د تل ابیب او ریاض د اړیکو پیلېدل د خپلواک فلسطین جوړېدو پورې تړلي بولي
د خپرېدو وخت

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان السعود وايي، له تل ابیب سره د ریاض اړیکي تر هغه وخت ناشوني دي، چې اسراییل له فلسطینیانو سره د سولې نړیوال تړون لاسلیک کړی نه وي.

د متحده عربي اماراتو او اسراییل ترمنځ تر سولې تړون وروسته دا د ریاض لومړنی غبرګون دی.

تېره انۍ متحده عربي امارات لومړنی خلیجي هېواد شو چې له اسراییل سره یې د امریکا په منځګړتوب د سولې هوکړه وکړه.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د اسراییل لومړي وزیر بن یمین نتنیاهو او د ابوظبۍ ولي عهد شهزاده محمد بن زاید تېره پنجشنبه په ګډه بیانیه کې وویل، د دې تړون په پایله کې اسراییل له ځان سره د اردون سیند لوېدیځې غاړې د نورو سیمو د یو ځایولو پلان دروي.

مختلفو ډلو د اسراییل او متحده عربي اماراتو د ۱۳ اګسټ هوکړه د منځني ختیځ لپاره تاریخي پرمختګ بللی دی.

له دې تړون وروسته هیله کېږي چې د سعودي په ګډون نور هېوادونه هم له اسراییل سره تړونونه وکړي.

خو د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان له فرانس خبري اژانس سره خبرو کې دا ډول تړون رد کړی دی.

د جرمني پلازمېنه برلین کې له جرمن بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس سره ګډې خبري غونډې ته وینا کې ښاغلي فرحان دا ډول تړون د خپلواک فلسطین جوړېدو پورې تړلی وباله.

هغه یو ځل بیا پر اسراییل نیوکه وکړه او ویې ویل، د اردون سیند لوېدیځه غاړه کې د اسراییل له خوا د سیمو نیول او هلته د ودانۍ جوړولو یو لوریزه پالیسي د دوو هېوادونو د جوړېد حل لارې ته زیان رسوي، خو نوموړي د اسراییل د دې ګام هرکلی وکړ چې له امارات سره تر هوکړې وروسته یې دا پلان ځنډولی دی.

د نوموړي په خبره، د ریاض او تل ابیب د اړیکو جوړولو شرط دا دی چې د نړیوال تړون له مخې اسراییل له فلسطنیاینو سره سوله وکړي او کله چې داسې وشول بیا هرڅه شوني دي.

اعلامیه کې څه دي؟

فرحان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، له جرمن سیال سره خبرې غونډه کې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې کړې دي.

د اسراییل او متحده عربي اماراتو په ګډه اعلامیه کې راغلي چې د منځني ختیځ د دوو ډېرو خوځند ټولنو او نویو اقتصادونو ترمنځ نېغو اړیکو سره به اقتصادي پرمختګ وشي، د ټیکنالوجۍ ډګر کې به نوې پنځونې وشي او خلک به خپلو کې لا ښه اړیکي ولري چې ور سره به سیمه بدله شي.

اعلامیه کې همدا راز ویل شوي چې اسراییل به له نورو عرب او اسلامي هېوادونو سره هم پر اړیکو پراخولو غور کوي او امریکا او متحده عربي امارات به دې برخه کې ور سره همکاري کوي.

په ۱۹۴۸ کال کې د اسراییل له جوړېدو راهیسې دا یوازې دریم ځل دی چې یو عربي هېواد ورسره د سولې هوکړه کوي او د بشپړو ډيپلوماټیکو اړیکو پر سر هوکړې ته رسېږي.

له دې وړاندې مصر په ۱۹۷۹ کې او وروسته اردن په ۱۹۹۴ کې ورته پرېکړه کړې وه.