کورونا وېروس: پاکستان محدودیتونه نرم کړل؛ ښوونځي سپټمبر کې پرانېستل کیږي

د عکس سرچینه، EPA
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
پاکستان د کوويډ - ۱۹ ناروغانو شمېر کې تر زیات کموالي وروسته محدودیتونه نرم کړي او د راتلونکې میاشتې میلادي له ۱۵مې نېټې څخه يې د ښوونځیو د پرانېستلو اعلان کړی دی.
د دغه هېواد د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ کې د قامي رابطې کومېټۍ تر غونډې وروسته حکومت اعلان کړی، چې د ګرځندوی سیمې، هوټلونه او ګڼ نور کاروباري مرکزونه به ځينې سر له ننه پرانیستي وي او ځینې نور به د اګست له لسمې د پخوا په څېر پرانیستي وي.
نن ( پنجشنبه اګست ۶ ) د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ کې د قامي رابطې کومېټۍ تر غونډې وروسته مرکزي وزیر اسد عمر له رسنوالو سره خبرو کې دغه اعلان وکړ، چې د ده په خبره کاروباري مرکزونه او مساپر ګاډي او سینماګانې به د اګست له لسمې، د سیل سیمې د اګست له اتمې او تعليمي ادارې به د سپټمبر له پنځلسمې بېرته فعالیت پیلوي.
"د ټولو تعلیمي ادارو د پرانیستلو لپاره د ۱۵م سپټمبر نېټې اعلان کوو، خو پر اووم سپټمبر به یو ځل بیا هم د تعلیم مرکزي وزیر له ایالتي وزیرانو سره په همدې مشوره کوي. نن سهار په غونډه کې هم د تعلیم او صحت وزیرانو ته وویل شول، چې دوی په همدې کار وکړي او په ټوله نړۍ کې چې د تعلیمي ادارو د بېرته خلاصولو لپاره کوم ګامونه پورته کېږي، هغې ته په پام سره دي ګامونه واخلي".

په پاکستان کې چارواکي وايي، په تېره یوه میاشت کې ورځ تر بلې د کوويډ - ۱۹ ناروغان کمېږي او ویلي شي، چې په دغه هېواد کې د کورونا وبا اوج تېر شوی دی.
د چارواکو په خبره د جون ۱۴مه نېټه هغه ورځ وه، چې تر ټولو زیات د کوويډ- ۱۹ ناروغۍ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، خو تر هغه وروسته بیا دغه مثبتې پېښې په کمېدو شوې او د اګست پر پنځمه دغه شمېر ۷۲۷ کسانو ته راورسېد.
په پاکستان کې د کورونا لومړۍ مثبته پېښه د فبرورۍ په وروستیو کې ثبت شوه، چې تراوسه د مثبتو پېښو شمېر تر دوه لکه اتیا زره اوښتی او تر دوه نیم لکه زیات کسان رغېدلي، خو تر شپږ زره کسان له کوويد-۱۹ ناروغۍ مړه شوي هم دي.


















