د افغانستان عامې روغتیا وزارت: کلیو بانډو کې کورونا په خپرېدو ده

کورونا

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په کلیو او بانډو کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر په لوړېدو دی چې دوی يې اندېښمن کړي دي.

د عامې روغتیا وزیر محمد جواد عثماني بي بي سي سره په مرکه کې ویلي چې که څه هم په لرو پرتو او ځينو غرییزو سیمو کې د مېشتو خلکو ترمنځ په طبیعي ډول ټولنیز واټن ساتل شوی خو هلته پر کورونا وېروس د اخته کسانو کچه د لوړېدو په حال کې ده.

'موږ په ځانګړې توګه په لرو پرتو سيمو، کلیو او یو شمېر زونونو کې د دې مسلې په اړه اندېښمن یو. لکه مرکزي او غرییز ولایتونه دایکنډي، غور او بامیان. په دې سيمو کې ټولنیز واټن په طبیعي ډول مراعت شوی او پر وېروس د دوی د اخته کېدو کچه ۲۲ سلنه ده خو په دې ولایتونو کې د دغې ناروغۍ کچه د لوړېدو په حال کې ده او هلته پرې د لا ډېرو خلکو د اخته کېدو امکان شته. هو، موږ دا اندېښنه لرو'.

محمد جواد عثماني

د عکس سرچینه، AFGHANISTAN HEALTH MINISTRY

د عکس تشریح، د عامې روغتیا وزیر یو ځل بیا پر خلکو ټينګار کړی چې دا وېروس دې بابېزه نه ګڼي، بې پروايي دې نه کوي، ټولنیز واټن او روغتیايي سپارښتنې دې په پام کې ونیسي.

دا وازرت په افغانستان کې د کورونا وېروس د دویمې څپې په اړه د حکومت له هغه اعلان دوه ورځې وروسته خبرداری ورکوي چې دولتي ادارو ته یې اجازه ورکړه چې کاروونکي يې د پخوا په څېر په عادي ډول خپلو دندو ته ستنېدلی شي. تر څنګ يې خصوصي او دولتی پوهنتونونو ته سپارښتنه وکړه چې نور دې زدکړیالانو ته خپلې دروازې پرانيزي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، که څه هم د دولتي ادارو او پوهنتونونو د کار له بيا پېل سره یې هوکړه کړې خو په خبره يې، روان وضعیت ته اندېښمن هم دی.

دغه وزارت یو ځل بیا پر خلکو ټينګار کړی چې دا وېروس دې بابېزه نه ګڼي، بې پروايي دې نه کوي، ټولنیز واټن او روغتیايي سپارښتنې دې په پام کې ونیسي.

د عامې روغتیا وزارت په خبره، د روغتیا نړيوال سازمان په ملاتړ او د جان هاپکنز پوهنتون د مېتود له مخې يې په ټول هېواد کې بېړنۍ سروې کړې چې ښيي د افغانستان ۳۱.۵ سلنه یاني لس میلیونه خلک له کوېد ۱۹ رنځه تېر شوي دي.

په دې سروې کې افغانستان په نهو زونونو ويشل شوی او تر ټولو ډېرې پېښې پکې په پلازمېنه کابل کې ثبت شوې دي.

وزیر جواد عثماني وايي، دغه سروې ښيي چې افغانستان کې تر نارینه و ښځې ډېرې پر دې ناروغۍ اخته شوې دي چې ۳۲ سلنه کېږي او شاوخوا ۲۹ سلنه نارینه و دا ناروغي تېره کړې ده.

د ښاغلي عثماني په خبره، داسې ښکاري چې په کابل او ختيځو ولایتونو کې له دې وېروسه د پخوا پرتله خلک یو څه خوندي شوي خو دا زباد یا ثابته نه ده.

ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سروې ښيي چې افغانستان کې تر نارینه و ښځې ډېرې پر دې ناروغۍ اخته شوې دي چې ۳۲ سلنه کېږي او شاوخوا ۲۹ سلنه نارینه و دا ناروغي تېره کړې ده.

دی زیاتوي چې که څه هم لږو يې د ناروغۍ نښې لرلې خو په کابل کې شاوخوا ۵۷ سلنه لویانو او څه باندې ۴۶ سلنه ماشومانو هم کوېد-۱۹ رنځ تېر کړی دی. د دغې سروې له مخې تر ټولو لږې پېښې په مرکزي او غرییزو سيمو کې وې.

په همدې حال کې دعامې روغتیا وزارت په ټول هېواد کې د دې ناروغۍ د پېښو د کمېدو خبر ورکړی دی. د وزارت د شمېرو له مخې تېره اوونۍ د مثبتو پېښو کچه ۲۸ سلنه خو په روانه اوونۍ کې يې شمېر ۲۱ سلنې ته راټيټ شوی دی.

په افغانستان کې پر کوېد-۱۹ د اخته کېدو پېښو له کمښت سره د خلکو اندېښنې هم په کمېدو ښکاري خو روغتیا پوهان وايي، که چا یو ځل دا ناروغي تېره کړې هم وي، بیا هم پرې اخته کېدلی شي.