تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عربي نړۍ لومړنۍ اتومي بټۍ په متحدو عربي اماراتو کې فعالیت پیل کړ
د برېښنا د تولید لپاره په عربي اماراتو کې د دې اتومي بټۍ له فعالېدو سره داسې هیلې پیدا شوې چې د برېښنا له پلوه به د عربي اماراتو د اړتیا څلورمه برخه پوره کړي.
دا اتومي بټۍ د برکه سیمې په ساحل کې جوړه شوې ده او د کوریايي تکنالوژۍ په مرسته فعالیت کوي.
په پام کې وه چې دې اتومي بټۍ درې کاله وړاندې ۲۰۱۷ کال کې فعالیت پیل کړی وای، خو ویل شوي چې د ځینو مقرراتو او خوندیتوب اړوند مسایلو له امله دا اتومي بټۍ تر اوسه نه وه فعاله شوې، خو اوس یې په فعالیت پیل کړی او برېښنا تولیدوي.
د نفتو شتمني لرونکی دغه هېواد غواړي د انرژۍ باوري سرچینو موندلو لړ کې د اړتیا وړ انرژي څلورمه برخه له برکه بټۍ پوره کړي.
د اتومي بټۍ د فعالېدو اعلان د دوبۍ واکمن وکړ او ویې ویل له دې سره دا پیغام استوي چې عربي نړۍ هم کولای شي مهمې پروژې ترسره کړي.
د ابو ظهبي واکمن محمد بن زاید ال نهیان په یوه ټویټر پیغام کې دا (د باثباته پرمختګ په لار کې یو مهم پړاو) بللی.
برکه بټۍ د اماراتو انرژۍ ادارې (اي این اي سي) او د کوریا برېښنايي انرژۍ ادارې (کي اي پي سي او) په ګډو هڅو تکمیل شوه.
دا په داسې حال کې ده چې متحده عربي اماراتو څو ورځې وړاندې مریخ ته یو فضايي ماموریت هم پیل کړ.
تر دې مخکې متحده عربي اماراتو د ځمکې مدار ته نژدې سپوږمکۍ استولې وې، ځکه نو مریخ ته تګ دوی ته یو لوی ګام دی. مریخ ته د استول شوې فضايي بېړۍ چې د (هوپ) یا هیلې په نامه دی جوړولو څه باندې شپږ کاله وخت ونیو.
د متحده عربي اماراتو فضايي بېړۍ به په ۷ میاشتو کې مریخ ته ورسېږي او د مریخ د چاپېرل په اړه به څېړنې پیل کړي.
دا فضايي بېړۍ به د مریخ په اړه هغه څه په ډاګه کړي چې تراوسه پرې څوک نه پوهېږي. که دا ماموریت بریالی شي، نو د نړیوالو فضايي څېړونو په سیالیو کې به یو نوی لوبغاړی راڅرګند شي.