د ميانمار کودتا: د لاريونونو تر ټولو خونړۍ ورځ؛ ۱۸ کسان وژل شوي

د خپرېدو وخت

په ميانمار يا برما کې د یکشنبې پر ورځ پر لاريون کوونکو د پوليسو له خوا تاوتریخوالی زيات شوی دی. په دې هېواد کې چې د پوځي کودتا او پوځ پر وړاندې مظاهرې روانې دي پوليسو پر لاريونو کوونکو ګولۍ او اوښکې بهوونکي ګازونه استعمال کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر په وينا د پوليسو له خوا ډزو کې لږ ترلږه ۱۸ تنه وژل شوي هم دي.

د ميانمار په لويو ښارونو یانګون، منډالي او داوي کې مظاهرې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د میانمار پوځي چارواکو ویلي، په ملګرو ملتونو کې یې وروسته تر هغه خپل سفیر ګوښه کړی، چې له واکه یې د پوځ د لیرې کېدو د مرستې غوښتنه وکړه.‌

سفیر کیاو موتون په یوه وینا کې وویل، هېچا ته نه ښايي چې له پوځ سره مرسته وکړي.

د شنبې په ورځ میانمار کې ډېر امنیتي ځواکونه ځای پرځای شول چې د انقلاب ضد لاریونیان وځپي.

سیمه ییزو رسنیو ویلي، امنیتي ځواکونو لسګونه کسان نیولي او په منویا کې یې پر یوې ښځې ډزې هم کړې،‌ چې لا تر اوسه یې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

میانمار کې د جګپوړو چارواکو له لیرې کېدا وروسته لاریونونه روان دي. ددې هېواد یوه مشره انګ سان سوچي هم له واکه وغورځول شوه او پوځ لیرې شوي چارواکي د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه ونیول.

د میانمار سفیر څه وویل؟

د جمعې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د میانمار سفیر کیاو مو تون پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې هېواد ته د دیموکراسۍ راستنېدو لپاره د پوځ پرضد هر ډول ضروري وسیله وکاروي او همکاري وکړي. ده وویل چې د لیرې کړل شوې انګ سان سوچي د حکومت استازیتوب کوي.

هغه زیاته کړه:‌ "موږ له نړیوالې ټولنې لا ډېرو ممکنه اجراتو ته اړتیا لرو چې پوځي کودتا، د بې ګناه خلکو ځپل ختم او ولس ته د واک سپارل او د دیموکراسۍ راستنېدل ډاډمن کړي.

د نوموړي خبرو ته په ملګرو ملتونو کې د امریکا د نوې استازې لینډا توماس فرینفیلډ په ګډون ګڼو حاضرینو چک چکې وکړې.

کیاو موتون د ګواښ په توګه خپلې درې ګوتې پورته کړې - چې دا په هېواد کې د انقلاب ضد لاریونیانو یو سمبول دی.

د شنبې په ورځ میانمار کې حکومتي تلوېزیون وویل چې کیاو مو تون ګوښه شوی "هغه له هېواد سره خیانت کړی او د داسې یوې نا رسمي ټولنې په استازیتوب یې خبرې کړې چې د هېواد استازیتوب نه کوي، ده د سفیر په توګه له واکه ناوړه ګټه اخیستې ده".