د ميانمار کودتا: د لاريونونو تر ټولو خونړۍ ورځ؛ ۱۸ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، Reuters
په ميانمار يا برما کې د یکشنبې پر ورځ پر لاريون کوونکو د پوليسو له خوا تاوتریخوالی زيات شوی دی. په دې هېواد کې چې د پوځي کودتا او پوځ پر وړاندې مظاهرې روانې دي پوليسو پر لاريونو کوونکو ګولۍ او اوښکې بهوونکي ګازونه استعمال کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر په وينا د پوليسو له خوا ډزو کې لږ ترلږه ۱۸ تنه وژل شوي هم دي.
د ميانمار په لويو ښارونو یانګون، منډالي او داوي کې مظاهرې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د میانمار پوځي چارواکو ویلي، په ملګرو ملتونو کې یې وروسته تر هغه خپل سفیر ګوښه کړی، چې له واکه یې د پوځ د لیرې کېدو د مرستې غوښتنه وکړه.
سفیر کیاو موتون په یوه وینا کې وویل، هېچا ته نه ښايي چې له پوځ سره مرسته وکړي.
د شنبې په ورځ میانمار کې ډېر امنیتي ځواکونه ځای پرځای شول چې د انقلاب ضد لاریونیان وځپي.

د عکس سرچینه، Reuters
سیمه ییزو رسنیو ویلي، امنیتي ځواکونو لسګونه کسان نیولي او په منویا کې یې پر یوې ښځې ډزې هم کړې، چې لا تر اوسه یې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
میانمار کې د جګپوړو چارواکو له لیرې کېدا وروسته لاریونونه روان دي. ددې هېواد یوه مشره انګ سان سوچي هم له واکه وغورځول شوه او پوځ لیرې شوي چارواکي د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه ونیول.
د میانمار سفیر څه وویل؟

د عکس سرچینه، EPA
د جمعې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د میانمار سفیر کیاو مو تون پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې هېواد ته د دیموکراسۍ راستنېدو لپاره د پوځ پرضد هر ډول ضروري وسیله وکاروي او همکاري وکړي. ده وویل چې د لیرې کړل شوې انګ سان سوچي د حکومت استازیتوب کوي.
هغه زیاته کړه: "موږ له نړیوالې ټولنې لا ډېرو ممکنه اجراتو ته اړتیا لرو چې پوځي کودتا، د بې ګناه خلکو ځپل ختم او ولس ته د واک سپارل او د دیموکراسۍ راستنېدل ډاډمن کړي.
د نوموړي خبرو ته په ملګرو ملتونو کې د امریکا د نوې استازې لینډا توماس فرینفیلډ په ګډون ګڼو حاضرینو چک چکې وکړې.
کیاو موتون د ګواښ په توګه خپلې درې ګوتې پورته کړې - چې دا په هېواد کې د انقلاب ضد لاریونیانو یو سمبول دی.
د شنبې په ورځ میانمار کې حکومتي تلوېزیون وویل چې کیاو مو تون ګوښه شوی "هغه له هېواد سره خیانت کړی او د داسې یوې نا رسمي ټولنې په استازیتوب یې خبرې کړې چې د هېواد استازیتوب نه کوي، ده د سفیر په توګه له واکه ناوړه ګټه اخیستې ده".




















