د کمساري ګوریلا وژونکی په ۱۱ کاله بند محکوم شو

ګوریلا

د عکس سرچینه، UGANDA WILDLIFE AUTHORITY

د عکس تشریح، رفیکي په تیزه آله وهل شوی او وژل شوی وو
د خپرېدو وخت

په یوګانډا کې د دغه افریقايي هېواد د یوه مشهور غرني ګوریلا وژونکي ته د ۱۱ کاله بند سزا ورکړل شوه.

فېلیکس بیاموکاما یوې خوندي اعلان شوې سیمه ته په ناقانونه ورتګ او د رفیکي په نامه ګوریلا په وژلو مجرم پیژندل شوی دی.

د یوګانډا د وحشي ژویو ادارې په وینا بیاموکاما ویلي رفیکي نومې ګوریلا پر ده برید وکړ او ده له ځانه د دفاع لپاره وواژه.

غرنی ګوریلا چې نسل یې د له منځه تللو له ګواښ سره مخامخ دی لږ څه باندې زر یې اوس ژوندي دي او د یوګانډا د وحشي ژویو اداره وايي چې وژونکي ته په سزا ورکولو ګوریلا رفیکي په حق کې عدالت شوی.

بیاموکاما دغه راز منلې چې د ډوکر په نامه د یوې وړې هوسۍ او د لُوخو یوه خنزیر په وژلو او د دې دواړو ژویو د غوښې په ساتلو کې پړ دی.

هغه له دې وړاندې د یوګانډا د وحشي ژویو ادارې ته منلې وه چې ده او درې نورو کسانو بویندي ملي پارک او سیل ځای ته د وړو ژویو د ښکار په نیت تللي وو او ګوریلا رفیکي یې له خپل ځانه د دفاع لپاره وژلی دی.

ګوریلان

د عکس سرچینه، UGANDA WILDLIFE AUTHIRITY

د عکس تشریح، رفیکي بوویندي ملي پارک ته د ورتلونکو کسانو په ډله کې پیژندل شوی وو

څېړنو ښودلې چې رفیکي په یوه تیزه آله وهل شوی او د بدن داخلي غړي یې څېرل شوي دي. دا ګوریلا د جون پر لومړۍ نادرکه شوی وو او یوه ورځ وروسته مړ وموندل شو.

د یوګانډا د وحشي ژویو ادارې د بیاموکاما لټون لړ کې دی د ښکار له وسایلو سره په یوه څېرمه کلي کې وموند. دوه نورو کسانو پر دوی لګېدلي تورونه رد کړي، خو اوس په توقیف کې دي او د محاکمې په انتظار دي.

بیاموکاما به د څو جرمونو د سزا په توګه په ټولیزه توګه ۱۱ کاله په بند کې وي. دا موده د ځايي قانون له مخې له عمري قیده یو څه کمه ده چې وړاندې یې تمه کېده ده ته به ورکړل شي.

ګوریلان

د عکس سرچینه، GREG DU TOIT/MEDIADRUMWORLD.COM

د عکس تشریح، د ځمکې په کُره کي د انسانانو تر څنګ، کابو اتیا میلیونه ډول ډول ژوې هم ژوند کوي

خو د یوګانډا د وحشي ژویو د ادارې ویاند بي بي سي ته ویلي بیاموکاما ته ځکه عمري قید ورنکړل شو چې د وحشي ژویو د قضیو د ځانګړې محکمې له خوا محاکمه نه شو.

ویل کیږي چې دا ګوریلا شاوخوا ۲۵ کلن وو او د ۱۷ غرنیو ګوریلا د ډلې مشر وو. د دې ډلې ګوریلا په اړه ویل کېدل چې له خلکو سره به یې اړیکې ساتلې.

چاپیریال ساتونکو اندېښنه ښودلې وه چې د رفیکي په وژل کېدو سره به د دې ډلې مشري داسې یوه ګوریلا ته ور په غاړه شي چې له انسانانو سره اړیکې لرل نه غواړي او دا مسله به ښايي پر ګرځنډوی اغیز وکړي.

خو د وحشي ژویو ادارې ویلي اوس کره شوې چې د دې ډلې مشرې د یوه ځوان ګوریلا پر غاړه ده.

رفیکي بویندي ملي پارک ته په ورتلونکو کسانو کې شهرت درلود.