ایا د خولې د لاړو معاینه د کورونا وېروس د بحران حل دی؟

د خپرېدو وخت

فکر وکړئ، که داسې یوه حل لاره پیدا شي چې ورسره ژوند تر کورونا وېروس مخکې پخواني حالت ته ستون شي. داسې حالت چې پکې د ټولنیز واټن ساتلو، مخ پټولو او له کووېډ-۱۹ وبا د وېرې اړتیا او احساس نه وي. دا ټول تدابیر د دې لپاره اعلان شوي دي چې د کورونا وېروس د خپرېدو مخه ونیول شي.

خو ایا داسې یوه چټکه حل لاره هم شته چې موږ او تاسې وتوانېږو خپل شاوخوا کې په کورونا وېروس اخته کسان سملاسي او ځای پر ځای مالوم کړو؟

یوه لویه ستونزه دا ده چې په کورونا وېروس اخته کسانو کې له هرو څلورو یې یوازې یو کس د معاینې پر ورځ علایم ښکاره کوي.

دا وضعیت یو لوی خطر ته اشاره کوي، او هغه دا چې ټول اخته کسان پېژندل او مالومول اسان کار نه دی.

بله ستونزه پخپله د کورنا وېروس د معاینې طریقه ده، چې یو کس مو په پوزه یا مرۍ کې د مالوچو یوه کوچنۍ ټوټه ږدي او بېرته یې را وباسي.

د ډېرو کسانو لپاره دا ډول معاینه د زړه خرابېدو لامل کېږي، او هر څوک ورته زړه نه ښه کوي.

دریمه ستونزه دا ده چې دا ډول معاینه لږ تر لږه ۲۴ ساعته وخت نیسي چې پایلې یې مالومې شي.

نو دا هر څه په دې مانا دي چې د کورونا وېروس یوې اسانې او چټکې معاینې یا ازموینې ته اړتیا شته.

کارپوهان وایي، د خولې د لاړو معاینه یوه بدیله لار کېدلی شي، داسې یوه لار چې دا ټوله پروسه به خورا چټکه او اسانه کړي.

د خولې د لاړو معاینه اسانه ده، یوازې په یوه ټیوب کې لاړې توکوئ، او پایله یې ډېر کم وخت کې مالومېدلی شي.

په دې لړ کې د بریتانیا په ساوت همپټن پوهنتون کې یوه ازموینه پیل شوې ده.

د دې ازموینې یوه غړې کیت ګاډفري وایي، د خولې لاړې د معاینې لپاره یوه ډېره ښه مایع ده.

نوموړې وایي، کورونا وېروس د بدن په ټولو برخو کې لومړی د اسان پر مرۍ برید کوي، او د مرۍ په مایع یا د خولې په لاړو کې تر ټولو لومړی موندلی کېدلی شي.

اغلې کیت وایي، که د خولې د لاړو معاینې سمې ثابتې شوې نو دا به شونې وي چې په کورونا وېروس اخته کسان د دې ناروغۍ په لومړیو پړاوونو کې په ګوته شي.

که څه هم د خولې د لاړو معاینې لپاره هم لابراتوار ته اړتیا شته، خو دا معاینه یوازې په شلو دقیقو کې تاسې ته مثبته یا منفي پایله درکولی شي.

د دې پروژې یو بل غړی پروفیسور این براون وایي، دې نوې ازموینې ته ډېره هیله من او خوښ دی، او تخنیکي برخه کې هم ډېر پرمختګ شوی دی.

که چېرته دا ازموینه بریالۍ شوه نو د ساوت همپټن د ښار ټول وګړي، چې شمېر یې دوه نیم لکو نه ډېر دی، هره اوونۍ ځانونه معاینه کولی شي.

پروفیسوره کیت ګاډفري وایي، که موږ غواړو چې ټولنه بېرته پرانیزو او اقتصاد مو په پښو ودرېږي نو همدا یې د حل لاره ده چې ناروغ کسان سملاسي مالوم شي او قرنطین یا ټولبندیز ته اړتیا پاتې نشي.

ځینې خو ان په دې باور دي چې د بریتانیا د ټولو وګړو د خولې د لاړو معاینه دې وشي.

دا مهال په بریتانیا کې په ورځ کې د ۳ لکو کسانو معاینه کېږي، خو که د خولې د لاړو معاینه ګټوره او سمه ثابته شوه نو په یوه ورځ کې ان د لس میلیونو وګړو معاینه کولو ته به اړتیا وي.

دا پروژه به څرنګه پلې کېږي؟

کارپوهان وایي، هر وګړی به د خپلې خولې لاړې لابراتوار ته استوي، او ۲۴ ساعتونو کې به ورته یو تیلیفوني پیغام کې پایله ور لېږل کېږي.

که پایله یې مثبته وه نو دا کس او کورنۍ به یې ځانونه قرنطین کوي.

خو بله جالبه او مهمه برخه یې دا ده چې رستورانونه او دوکانونه کولی شي له خپلو مشتریانو د کورونا وېروس د ازموینې پایله وغواړي.

هر څوک چې د منفي پایلې ثبوت ولري، اجازه به ولري چې رستورانت یا مغازو ته ننوځي.

خو که څوک ثبوت وړاندې نشی کړای نو اجازه به نه ورکول کېږي، او په دې توګه به په وېروس اخته کسان له نورو جلا کېږي.

د دې پروژې لګښت ښایي په میاشت کې تر یو میلیارد هم لوړ وي، خو کارپوهان وایي، په اوږدمهال کې دا ډېره کمه بیه ده.

د بریتانیا حکومت د بودیجې برخې چارواکي وایي، کورونا وېروس به یوازې روان مالي کال کې دې هېواد ته ۳۰۰ میلیارده تاوان واړوي.

بله پوښتنه دا ده چې ایا ټول وګړي به دومره حوصله ولري چې هره اوونۍ د خپلې خولې لاړې معاینې ته ولېږي؟

کارپوهان وایي، که دا معاینه د دې لامل کېږي چې ټولبندیز دې ختم شي او ژوند دې بېرته نورمال حالت ته وګرځي نو بیا ښایي ډېری وګړي ورته حوصله پیدا کړي.