تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسلامي ودانیو نړول او پر نجونو د جنسي تېري تور؛ د "جهادي پولیسو د مشر" محاکمه پیل شوه
د مالي په تمبکتو ښار کې د جنګي جرمونو په تړاو د( اسلامي پولیسو) د مشر محاکمه په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا پیل شوه. الحسن اغ عبدالعزیز اغ محمد اغ محمد په ۲۰۱۲ کال کې کله چې تمبکتو ښار د څو میاشتو لپاره د اسلامي ملیشو په لاس و، د ( اسلامی پولیسو) مشري کوله.
دی په جنګي او د بشریت ضد جرمونو، جنسي تیري او د جنسي اړیکو لپاره د مریتوب په جرمونو تورن دی.
د شوې ادعا له مخې د نوموړي د دندې پر مها تمبکتو کې نجونې او مېرمنې اړکړل شوي چې له ملیشه سرتیرو سره ودونه وکړي. دغه راز ویل کیږي چې د اسلامي پولیسو مشرانو د هغو لرغونو ودانیو او اثارو د ورانولو امر کړی چې اسلام پورې تړاو لري.
څارنوالانو پر نوموړی تور لګولی چې دی د انصار الدین ډلې مهم غړی وو. دا هغه ډله وه چې د څو میاشتو لپاره یې په ۲۰۱۲ کال کې تمبکتو ښار نیولی وو.
دا یوه له هغو اسلامي ډلو وه چې د طوارق قومي ډلې له پاڅونه په ګټه اخستو یې د مالي د شمالي ښارونو د لاندې کولو هڅه کوله.
د فرانسپرس خبري اژانس د رپوټ له مخې دوی په تمبکتو کې په سخت دریځه بڼه اسلامي احکام عملي کول. څارنوالانو له محاکمې وړاندې غونډه کې ویلي چې عبد العزیز ځايي اوسېدونکي ترهولي دي.
د انصار الدین ډلې د واکمنۍ پرمهال د مسلمانانو ډېر شمېر زیارتونه هم ړنګ شوي دي، دا ډله پر تمبکتو د ۲۰۱۳ کال تر جنورۍ میاشتې حاکمه وه.
د دې ډلې د حاکمیت له منځه وړلو لپاره څلور زره فرانسوي سرتیري واستول شول چې له مالي پوځ سره د دې ملیشه ډلو په ځپلو کې مرسته وکړي چې هڅه یې کوله سویل لور ته پرمختګ وکړي.
تمبکتو ښار د ځانګړې خټې او د لرګیو د ودانیز ځانګړې سبک له امله شهرت لري. دا ښار د ۱۳ او ۱۷ میلادي پیړيو ترمنځ موده کې د اسلامي علومو د زدکړې مرکزوو او په ۱۹۸۸ کال کې د یونسکو له خوا د نړیوالو مېراثونو په نوملړ کې شامل کړل شو.
خو اسلام پالې ډلې زیارتونه او د دې ښار لرغونې خطي نسخې چې له تاریخ نیولې تر نجومي علم پورې پوښي بوتان بولي.
عبدالعزیز په مالي کې د ویجاړوونکې جګړې په تړاو دویم کس دی چې د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا محاکمه کیږي.
له ده وړاندې بل کس احمد الفقهي المهدي په ۲۰۱۶ کال کې دا منلې وه چې د نهو زیارتونو او یوه جومات ویجاړولو کې پړ دی، دا د فرهنګي میراثونو د ویجاړولو برخه کې د خپل ډول لومړنۍ قضیه وه چې نړیوالې جنايي محکمې ته وړاندې کړل شوه.
نوموړی وروسته له هغه په نهه کاله بند محکوم شو چې د کړو کارونو له امله یې بښنه وغوښتنه او د عفوې غوښتنه یې وکړه.