تېره اونۍ په انځورونو کې

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر ډونلډ ټرمپ د امریکا د خپلواکۍ په جشن کې، دا مراسم د کورونا وېروس د خپرېدو تر سیوري لاندې راغلي و او په هېواد کې ډېری پېښې د دې وېروس له امله ځنډول شوي وو.
د خپرېدو وخت
.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جاپان په کوماګاوا راوتلی سیلاب، په دې پېښه کې ۱۴ تنه ورک دي.
.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کورونا وېروس له امله په بریتانیا کې ټولبندیز نرم او رسټورانټونه او میخانې پرانیستل شوي دي، یو سړی د لندن په سوهو واټ کې د یوه موټر لاره تړي او په خپل مخ اوبه اچوي.
.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کیت ریکس، په جرمني کې د بدلمنې یوه کاروباري مېرمن ده، نوموړې غواړي دا ټولبندیزونه دې نرم کړای شي.
.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په اندونیزیا کې مذهبي مراسم، د خلکو مرستندویه ډلو چې په مرستو کې یې وریژې، میوې او ترکاري شامله وه، د خدای ج د رضا په خاطر یې اورغورځونکو غرونو ته اچوي، دا د تنګجرس د سیمې مهم جشن دی او شاوخوا یوه میاشت دوام کوي.
.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په بلګراد کې د سربستان د ملي شورا د ودانۍ ترمخ پولیس له هغو لاریونیانو سره جګړې ته کیوتي چې غوښتل یې د کورونا وېروس پر وړاندې محدودیتونه نرم کړي.
.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، یو نندارچی چې د کرتاس په نندارتونو کې د هغه نقاشۍ ترمخ ځان انځور (سیلفي) اخلي، چې د یوه اندونیزیايي پنځګر له خوا کښل شوی دی.
.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نیویارک ښار پر سیند تالنده او برېښنا
.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د کوپنهاګ پولیس د هغه برونزي مجسمې عکس اخلي چې د توکمپالنې پر ضد د لاریونیانو له لوري ویجاړه شوې وه.
.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خواړه رسوونکي د اسټرالیا د ملبورن د هغو ودانیو اوسېدونکو ته خواړه رسوي کله چې حکومت د کورونا وېروس د مخنیوي په پار د دې ودانیو شاوخوا درې زره تنه قرنطین کړي وو.
.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د کینیا د نایروبي په ملي پارک کې ځنګلي خره د رېل پټلۍ د پله لاندې څري.

ددې عکسونو حقونه خوندي دي.