اسلام اباد کې د مندر جوړیدل؛ د جناح د خوب تعبیر که د اسلام خلاف کړنه؟

    • Author, شمایله جعفري
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د هندوانو عبادتځای یا مندر لپاره د ځمکې له ځانګړي کېدو څو ورځې وروسته په دغه موضوع کې ستونزې راپورته شوې. د جامعه اشرفیه نومې مشهورې مدرسې یوه مفتي د دې مندر جوړېدو پر ضد فتوا ورکړې، او یوه وکیل یې هم د ودانولو په ضد محکمې ته عریضه کړې.

له دې مخکې د جون پر ۲۳ مه نېټه د پاکستان پارلماني سکرتر لال چند ملوترا د مندر ودانیزو چارو پرانیسته وکړه.

د مندر لپاره ځمکه په ۲۰۱۷ کې ځانګړې شوې وه، خو ځايي هندوانو د مندر ودانولو لپاره پیسې نه درلودې او اوس لومړي وزیر عمران خان د ودانیزو چارو لومړي پړاو لپاره د ۲۰ میلیونو روپیو مالي مرستې اعلان وکړ.

د ټولې ودانۍ لپاره د ۵۰۰ میلیونو روپیو لګښت اټکل شوی. ښاغلی ملوترا وايي په ودانۍ کې به د مندر په ګډون اور ته د مړو سپارلو ځای، لنګر او د مذهبي لږکۍ اړوند کسانو د اوسېدو لپاره هم اسانتیاوې چمتو شي.

نوموړی وايي، ځايي چارواکو په همدې سیمه کې د عیسویانو او پارسیانو په ګډون لږکیو ته د مذهبي عبادتځایونو ودانولو لپاره ځمکه ورکړې.

ښاغلی ملوترا وايي:

''د دې چارې هدف د مذهبي همغږي لپاره زمینه برابرول دي، چې د پاکستان د موسس محمد علي جناج ارمان و. ''

بل لور ته د پاکستان لاهور ښار جامع اشرفیه مدرسې اړوند مفتي محمد ذکریا په دې اړه یوه فتوا کې ویلي، د اسلام له مخې د مذهبي لږکیو د عبادتځایونو ساتنه او پالنه روا دي، خو د نویو عبادتځایونو ودانولو اجازه نه شته.

له بي بي سي سره خبرو کې نوموړي وویل:

''موږ له ځانه هېڅ نه چمتو کوو، بلکې د قران او سنت په رڼا کې د خلکو خبرولو هڅه کوو، زما په خیال په اسلامي هېواد کې د نوي مندر ودانول غیر اسلامي دي. ''

د یادې مدرسې یواند مولانا مجیب الرحمان انقلابي بي بي سي ته وویل، د فتوا هدف له هېچا سره ناندرۍ نه دي، بلکې دا یوازې د هېواد والو مذهبي پوښتنو ته ځواب دی.

بل لور ته په پلازمېنه کې یوه مدافع وکیل چودري تنویر محکمې ته په عریضه کې ویلي، ځايي چارواکو د پلازمېنې له ماسټر پلان سره په مخالفت کې په سیکټر ناین ایچ سیمه کې د مندر لپاره ځمکه ځانګړې کړې او دا غیر قانوني چاره ده.

د پاکستاني پارلمان مشر پرویز الهی هم د مندر له ودانولو سره مخالفت څرګند کړی او په وینا یې پاکستان د اسلام په نامه ترلاسه شوی، چې په پلازمېنه کې یې د مندر ودانول د اسلام خلاف چاره ده.

د نوموړي په وینا د اسلام پیغمبر د مکې له فتحې وروسته ۳۶۰ بتان ویجاړ کړي وو.

بل لور ته لومړی وزیر عمران خان ویلي وو چې حکومت به یې له مذهبي لږکیو سره مساوي چلن کوي.