'هندوانو ته د سپکاوي له کبله پاکستانی وزیر له دندې ګوښه شو'

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

پاکستان کې هغه وزیر له دندې ګوښه شوی چې د هندوانو په هکله یې له سپکاوې ډکې خبرې کړې وې. د واکمن تحریک انصاف ګوند له لوري ویل شوي، د پنجاب اطلاعاتو ایالتي وزیر فیاض الحسن چوهان هندوانو ته د سپکاوي کولو له کبله له دندې ګوښه شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي 'هېڅ یوې عقیدې ته سپکاوی باید د رسمي خبرو برخه نه وي او پاکستان د زغم پر اساس رامنځته شوی دی. '

فیاض الحسن چوهان تېره ورځ د هندوانو په تړاو خورا نامناسبې خبرې کړې وې او له هغه وروسته خپله د پاکستاني هندوانو په ګډون د خواله رسنیو ډېرو کاروونکو کلکې نیوکې پرې وکړې.

پاکستان کې نژدې څلور میلیونه هندوان ژوند کوي.

ښاغلي چوهان وروسته د خپلو خبرو له کبله بښنه وغوښته، خو رسماً یې بښنه و نه ومنل شوه او له دندې ګوښه شوی دی. د پنجاب حکومتي ویاند شهبازګل په یوه اعلامیه کې د پنجاب اعلی وزیر عثمان بزدار له لوري د فیاض الحسن چوهان د 'خواشینونکو ' څرګندونو له کبله بښنه غوښتې.

پر ښاغلي چوهان له دې مخکې هم د خپلو څرګندونو له کبله نیوکې شوې دي.

پاکستان کې د هند هوايي ځواک له بریدونو وروسته یو شمېر پاکستان مېشتو هندوانو پر خواله رسنیو شکایتونه کول چې د هند حکومت فعالیت ته غبرګون کې پړه پر دوی اچول کېږي.

د پاکستان یو هندو مدني فعال کپیل دېو په خپل ټویټر پیغام کې لیکلي:

''له پاکستان سره زموږ د مینې ځواب کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند وزیر فیاض الحسن چوهان ځواب دا و چې پاکستان مېشتو څلور میلیونه هندوانو ته له پام کولو پرته د هندوانو لپاره 'د غوا متیازې څښونکي ' غوندې له سپکاوي ډک توري ووايي او د دوي په خپل ګوند کې د پارلمان غړي هندوان شته. ''

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم د ښاغلي چوهان خبرې رد کړې. په یوه ټیوټر پیغام کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر فیصل وايي، ''موږ د خپلو هندو هېوادوالو د خدمتونو درناوی کوو، دوی خپل بولو او عزت ورکوو. ''