لسګونه پاکستاني پیلوټان د 'جعلي جواز' له کبله د الوتنو اجازه نه لري

د عکس سرچینه، Reuters
د پاکستان دولتي هوايي چلن (پي ای اي) ۱۵۰ پیلوټانو ته له هغه وروسته د الوت له اجازې ورکولو ډډه کړې چې ویل کېږي لایسنسونه (جوازونه) یې جعلي دي.
د پاکستان هوايي چلن وزیر د دغه هېواد پارلمان ته ویلي، ګڼ شمېر پیلوټان چې په شخصي توګه فعالیت کوي، جعلي لایسنسونه لري او یا یې په ازموینو کې ټګي برګي کړې.
پاکستان کې د هوايي چلند خوندیتوب چارې ښې نه بلل کېږي او یو شمېر الوتکې یې غورځېدلې هم دي. دغه موضوع تېره جون میاشت کې په کراچۍ ښار کې د پي ای ای یوې الوتکې غورځېدو پېښې له څېړنو سره هممهاله راپورته شوې.
د دغې څېړنې پایله کې ویل شوي چې لامل یې د پیلوټ او هوايي ترافیک کنټرول چارواکو تېروتنه وه. د هوايي چلن وزیر غلام سرور خان د دغې څېړنې لومړنۍ پایلې د خپل هېواد پارلمان ته وړاندې کړې چې د مخکنیو هوايي پېښو جزیاتو یادونه یې هم پکې وکړه.
د ۲۰۱۸ کال یوې پېښې یادونې پر مهال وویل شول چې د پیلوټ لایسنس د تایید پر ټاپه د عامې رخصتۍ یوې ورځې نېټه لیکل شوې وه.

د عکس سرچینه، EPA
چارواکي وايي، دا کاري ورځ نه وه او هیڅ امکان نه لري چې په داسې یوه ورځ دې د پیلوټ جواز تایید شوی وي.
ښاغلي خان پارلمان ته په وینا کې زیاته کړه د هېواد له ټولو ۸۶۰ فعالو پیلوټانو یې د ۲۶۰ په هکله معلومه شوې چې یا یې لایسنسونه جعلي دي او یا یې د لایسنس ترلاسه کولو لپاره په ازموینه کې ټګي برګي کړې.
بل لور ته د پي ای اي یوه ویندوی اي ایف پي خبري اژانس ته تایید کړي چې څېړنه کې معلومه شوې چې د دغې ادارې اړوند له ټولو ۴۳۴ پیلوټانو د ۱۵۰ لایسنسونه یا جعلي دي او یا مشکوک دي. دغه ویندوی وايي:
''موږ پرېکړه کړې چې دې ۱۵۰ پیلوټانو ته به د فعالیت اجازه نه ورکوو چې جعلي لایسنسونه لري او دا پرېکړه به سملاسي پلي کېږي. ''
د هوايي شرکت په وینا له دې سره ښايي ځینې پلان شوې الوتنې هم اغېزمنې شي.
بل لور ته د هوايي ټرانسپورټ ټولنه (ایاټا) وايي، د پیلوټانو لایسنسونو په نظام کې ګډوډي د خوندیتوب چارو کنټرول په تړاو (جدي نیمګړتیا) ښيي.



















