تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ولسمشر ټرمپ ورېره خپل کتاب کې د تره په هکله څه وايي؟
د رپوټونو له مخې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ کورنۍ د نوموړي له وراره مري ټرمپ نه محکمې ته شکایت کړی چې د جنجالي خاطرو د کتاب خپرېدو مخه یې ونیسي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایي، د ولسمشر ټرمپ کشر ورور رابرټ ټرمپ د سې شنبې په ورځ په نیویارک کې محکمې ته په تلو سره دعوه وکړه چې دې کتاب خپرېدو سره د هغه تړون سرغړونه کېږي او مالومات خپرېږي چې مري ټرمپ کلونه وړاندې د میراث وېشلو پر مهال له دوی سره لاسلیک کړی و:
"زموږد کورنۍ د اړیکو د تحریف او مبالغې او د خپلو شخصي ګټو لپاره هڅه او زما د ورور، فورډ او ګران مور پلار خاطرو ته سپکاوی او ور سره بې عدالتي ده".
ټاکلې ده چې د مري ټرمپ کتاب نږدې میاشت وروسته د جولای پر ۲۸ خپور شي.
د کتاب نوم دی؛ ډېر زیات او هیڅکله هم بس نه دی؛ څنګه زما کورنۍ د نړۍ تر ټولو خطرناک سړی وزېږاوه
د دې کتاب خپروندوی سایمن او شوسټر وروستیو کې د ولسمشر ټرمپ د پخواني ملي امنیت سلاکار جان بولټن جنجالي کتاب خپور کړ، سره له دې چې حکومت یې د مخنیوي لپاره په محکمه کې هم عریضه وکړه.
دې دوسیه کې خپروونکي د اساسي قانون د هغې مادې له مخې د خپرولو حق دفاع وکړه چې د بیان ازادي پکې تضمین شوې ده.
ویل کېږي مري ټرمپ خپل کتاب کې دا هم لیکلي، چې څنګه یې نیویارک ټایمز ته د ښاغلي ټرمپ د شخصي شتمني او مالي مخینې په هکله باوري مالومات برابر کړل.
دې ورځپاڼې لا تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
امازون وېبپاڼه کې د دې کتاب د منځپانګې په هکله ویل شوي، لیکواله به دا روښانوي چې څنګه یې تره په داسې سړي بدل شو چې د نړۍ، روغتیا، اقتصادي امنیت او ټولنیز اوډون ګواښي.
د دې وېبپاڼې له مخې هغه به دا هم ډاګیزوي چې څنګه ځانګړو پېښو او د کورنۍ عمومي جوړښت یو زیانمن سړی په داسې کس بدل کړ چې اوس سپینه ماڼۍ کې ناست دی، هم به له خپلو دوو مشرانو زامنو فورډ جونیر او ډونلډ سره د فریډ ټرمپ عجیبه او مضره اړیکه روښانوي.
۵۵ کلنه مري ټرمپ د ولسمشر ټرمپ د مشر ورور فرېډ ټرمپ جونیر لور ده، چې پر ۱۹۸۱ کال په ۴۲ کلنۍ کې مړ شو.
هغه ډېری وخت له شراب څښلو رنځېده او د ډېر څښاک له امله د زړه حملې او وارمخکې مرګ سره مخ شو.
ولسمشر ټرمپ هم ویلي چې د ورور شخصي ستونزې یې هغه څه دي چې اوس دی حکومت کې له نشه يي توکو سره د مقابلې لپاره ډېرې هڅې کوي.