تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عثماني پاچا سلیمان القانوني د نامه پر سر د سعودي او ترکیې ترینګلتیا
د لېبیا پلازمېنې طرابلس شمال کې د تاجوراء ښاروالۍ په ښار کې یو واټ د عثماني امپراتورۍ د یوه پاچا سلیمان القانوني په نوم نومولی دی.
د تاجوراء ښاروال ویلي، دا نوم له ۱۵۵۱ زیږدیز کال سره تړاو لري، کله چې سلطان سلیمان القانوني ددې ځای خلکو ته د طرابلس د ازادۍ لپاره دلته پوځ راواستاوه.
وايي عثماني پوځ تاجوراء ته له الحمیدیة سیمې ننوت او مېشت خلک د واکمن اسپانوي پوځ پر وړاندې راپورته شول او طرابلس یې د دوی له لاسه ویوست.
هغه وخت د طرابلس د ازادولو د عثماني پوځ قومندان مراد اغا و چې اوس یې هم په تاجوراء کې په نامه یو جومات شته.
ریاض د سلیمان القانوني نوم ولې لیرې کړ؟
په لېبیا کې د سلیمان قانوني په نامه د واټ له نومولو څو ورځې مخکې سعودي عربستان په ریاض کې له یوه لوی واټ نه د سلیمان القانوني لوحه لیرې کړه چې دا واټ د همده په نامه نومول شوی و.
پر خواله رسنیو خلکو دې مسلې ته ډېره لمن ووهله او د سعودي د دې ګام مخالفینو او موافقینو پر خواله رسنیو تاوده بحثونه او ناندرۍ پیل کړې او ډېرو بیا دا کار د ریاض او انقرې ترمنځ د ترینلګتیا له کبله بللی.
ځینو بیا د (#مجرم_سليمان_القانوني) هشټګ لاس په لاس کړ چې په عربي نړۍ کې تر ۲۰ زرو ډېر لاس په لاس شو او د ریاض له یوه واټه یې "د سلیمان القانوني واټ" لوحې د لیرې کولو انځورونه خپاره کړل.
سعودي منذر آل الشیخ مبارک وویل: "د سلیمان القانوني نوم لیرې شو، هغه لومړی ځل د بدلمنۍ قانون (قانون نامهء قبطیان ولایت روم ایلي) جوړ کړ، څومره هیله لرم چې د نورو نومونه هم همداشان لیرې شي."
"لېبیا کې مداخله"
بل خوا، ټوېتر کارنو (په ترکیه کې د دې هڅې مداخله چې په اسلامي نړۍ واکمن شي) د ترکیې ضد څرګندونې خپرې کړې دي.
احمد الحقباني لیکلي: "اسلامي او عربي نړۍ اوس ترکان وپېژندل، د سلیمان القانوني نوم لیرې کېدل د تاریخ سمونې لپاره شوي."
په مقابل کې د سلیمان القانوني د نوم لیرې کېدو په تړاو د سعودي ضد کسانو هم خپل نظرونه ښودلي.
سوریايي لیکوال او خبریال قتیبه یاسین لیکلي: "لوی سعودي د ریاض له یوه واټه د عثماني پاچا سلیمان القانوني لوحه لیرې کړه او شرط یې کېښود که ترکیه له لېبیا ووځي دوی به لوحه بېرته ولګوي. راتلونکی ګام به دا وي چې ټول سعودي امیران او چارواکي به خپل ترکي نومونه بدلوي چې په لومړي سر کې ترکي آل الشیخ او ترکي الفیصل هم راځي."
ځینو ټوېټر کارنو لیکلي چې سلطان سلیمان القانوني "اسلامي نړۍ ته ډېر څه وړاندې کړل" او "عثماني دولت پخپل وخت کې د واک اوج ته رسېدلی و."
طلال یحیا وايي: "پر اسلامي نړۍ یې واکمني وکړه، ښارونه یې فتحه کړل، عربان یې ووېرول او له مسلمانو او نامسلمانو یې جزیه اخیسته، حکومت یې کوچني دولتونه و چې نژدې وه تاسو پرې واکمن شئ، که تي خوري یې هم چیغه کړې وای تاسو به رېږدېدلی او نامسلمانو ته به مو جزیه ورکوله، فلسطین او اندلس [اسپانیا] مو له لاسه ووتل، نو څوک مجرم دی؟"
د ترکیې غبرګون
"انادولو" خبري اژانس په عربي ژبه د سعودي د دې ګام په غبرګون کې یو ټوېټ خپور کړی چې وايي: "د ریاض له یوه واټه د سلیمان القانوني نوم لیرې کېدل تاریخ نه شي ړنګولی. له بده مرغه د تاریخ پاڼې اوس په سیاسي شخړو کې یوه لوبه ګرځېدلې او د تاریخي شخصیتونو ارزونه په نسبي ډول د سیاسي بدلونونو زیږنده ده، پرونی اتل د نن خونخوار قاتل ګرځوی."