خواله رسنیو روسي چارواکي سیند ته د تېلو له بهېدو خبر کړل

د عکس سرچینه، AFP
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د شمالي قطب یوه سیند ته د شل زره ټنه ډېزلو بهېدو پسې بېړنی حالت اعلان کړ. د سایبریا نوریلسک ښار ته نږدې د تېلو بهېدل هغه مهال پیل شول چې د برېښن اتو لیدولو یوه بټۍ لیک شوه.
له پېښې دوه ورځې وروسته د چارواکو پام شو او دې خبرې پوتین سخت غوسه کړی دی.
د نوریلسک نیکل ګروپ دا کارخونه په نړۍ کې د نیکل او پولادو تر ټولو ستره کارخونه ده.
ښاغلي پوتین د چارشنبې په ورځ یوه ویډیو کانفرنس کې دا شرکتونه د ځنډني غبرګون له امله ورټل.
نوموړي د دې کارخونې مشر سرګي لیپین وپوښت: "ولې دولتي ادارې دوه ورځې وروسته له پېښې خبرې شوې؟ خواله رسنیو کې له بېړنیو پېښو خبر شو؟"
د سیمې والي الیکساندر اس ښاغلي په هغه غونډه کې ولسمشر پوتین ته وویل: "تېره ورځ خواله رسنیو کې اندېښمنوونکو مالوماتو د تېلو په لیک کېدو خبر کړم".
ښاغلي پوتین د پېښې په هکله د پلټنو غوښتنه کړې او د دې بټۍ یو مدیر یې نیولی دی.
نوریلسک نېکل په بیانیه کې ویلي، چې پېښه په وخت او سمه رپوټ شوې ده.

د عکس سرچینه، AFP
پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د زېرمې له یوې مټې یا ستن تېل لیک شول، دا بټۍ په منجمده خاوره جوړه شوې، خو د ځمکې ګرمېدو له امله ویلې شوې ده.
تېل تر ۱۲ کیلومترۍ بهېدلي او د امبارنیا سیند ډېره برخه یې سور رنګه کړې د ه.
بېړنی حالت د پاکولو عملیاتو سره د مرستې لپاره سیمې ته د اضافي سرتېرو استولو ته لار برابروي.
د ځنګلي ژوو د نړیوال صندوق یو کارپوه له فرانس خبري اژانس سره خبرو کې وايي، د روسیې اوسني تاریخ کې دا د تېلو تر ټولو دویم ډېر بهېدل دي؛ داسې بهېدل چې د روسي رسنیو د رپوټ له مخې ۳۵۰ کیلومتره مربع ځمکه یې ککړه کړې ده.
د چاپېریال ملاتړې ډلې وايي، د سیند د موقعیت له امله د تېلو پاکول ګران دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د نوریلسک نیکل شرکت له بټۍ تېل بهېږي.
له دغه شرکت پر ۲۰۱۶ کال هم تېل بهېدلي وو چې له امله یې ورسره نږدې سیند سور شوی و.



















