تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امرالله صالح د ننګرهار برید پړه پر طالبانو واچوله
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح تور لګولی چې تېره اوونۍ د ننګرهار ښېوې ولسوالۍ کې د جنازې پر مراسمو ځانمرګي بريد کې وسله وال طالبان ښکېل دي.
ښاغلي صالح نن یکشنبه د ښېوې پېښې قربانیانو سره د خواخوږۍ لپاره جلال اباد ته تللی و.
نوموړي په دې تړاو يوې غونډې ته وويل، حکومت دا نه مني چې ګڼې په ښېوه کې د سيمه یيزو پوليسو د يو مخکیني قومندان د جنازې پر مراسمو برید داعش کړی وي.
له دې وړاندې پخپله ولسمشر محمد اشرف غني هم په کابل او ننګرهار کې د وروستیو خونړیو بریدونو پړه پر طالبانو ور اچلوې وه.
وسله والو طالبانو په دې دواړو بریدونو کې هر ډول ښکېلتیا رد کړې ده او د دواړو پېښو غندنه یې کړې.
خو د ولسمشر لومړي مرستیال ښاغلي صالح په جلال اباد کې یوې غونډې ته وویل:
"کله چې دوی داسې ستر جنایت ترسره کوي او غواړي له محلي نزاکتونو څخه ناوړه ګټه واخلي، د خلکو په ذهنونو کې وسوسې او ګنګوسې جوړوي چې ګواکې دا زموږ کار نه و، دا داعش کار یا یې په بلې ډلې تپيږ موږ دا نه منو. دا خپله طالبان دي. یا د کرښې د هغې غاړې خلک دي او غواړي دا خاوره تر خپلې ولکې لاندې راولي."
د ده په ټکو د افغانستان ملي امنیت اداره پوهېږي چې دا بريد چا کړی او په اړه به یې څېړنې ډېر ژر بشپړې شي.
د ننګرهار په ښېوه کې د تېرې چهارشنبې په ورځ ځانمرګي بريد کې لږ ترلږه ۳۲ کسان وژل شوي و او ۱۳۳ ډېر نور ژوبليدلي و.
د دې پېښې مسوولیت اسلامي دولت یا داعش نومې ډلې منلی و.
په هماغه ورځ د کابل په لويدیځ کې د نويزېږو په روغتون هم وسله وال بريد شوی و چې د میندو او ماشومانو په ګډون په کې ۲۴ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل و.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دې بریدونو او همدا راز په هېواد کې د تاوتریخوالي وروستیو پېښو په غبرګون کې اعلان وکړ چې افغان پوځ به نور له دفاعي حالته راووځي او د دوښمن پر ضد به تعرضي عملیات پیلوي.
خو طالبانو پر نوموړي تور پورې کړ چې د جګړې په پیلولو سره خپل واک غځول غواړي.
په یوه تازه اعلامیه کې وسله والو طالبانو د افغانستان د ملي امنیت شورا هغه ادعا هم رد کړې ده چې دې ډلې په تېره یوه اوونۍ کې شاوخوا ۳۰۰ ولسي وګړي وژلي دي.