تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بم جوړونکی څنګه د سولې استازی شو؟
"زه ماهر بم جوړوونکی یم. زه یوازې پنځو دقیقو کې بمونه جوړولی شم."
علي فوزي یو وخت په ۲۰۰۲ کال د بالي د هغو بمي بریدګرې ډلې یوه برخه و، چې تر ۲۰۰ ډېر کسان یې ووژل، خو اوس د ترهګرۍ ختمولو په چارو بوخت دی.
علي فوزي د "جماعت اسلامیه" ډلې مهم غړی و، دا ډله له القاعده شبکې سره تړلې وه او د اندونیزیا بالي ۲۰۰۲ کال د بمي برید مسؤلیت یې پر غاړه اخیستی و.
دی وايي: "زما وروڼو د بالي بمي بریدونه وکړل. دا د سیلانیانو د دغه ټاپو په زړه کې یو لوی بمي برید و."
دغې ډلې د اندونیزیا پر لویو هوټلونو او د لوېدیځو هېوادونو پر سفارتونو ګڼ نور ځنځیري بریدونه هم کړي. د دغې ډلې مرکز د جاوا په ختیځ لمونګان سیمې په یوه ارام کلي ټینګولون کې و.
اوس د علي فوزي ماموریت توپیر لري. دی له پخوانیو جهادیانو سره همکاري کوي چې تاوتریخوالی پرېږدي او په سوېل ختیځه اسیا کې اورپکو ډلو ته د نویو وسلوالو د جذبولو کارونه ودروي.
دی وايي: "حقیقت دا دی تر ټولو اسانه چاره دا ده چې خلک ترهګرو ډلو ته وګومارئ. دوی یوازې د ماشې کش کولو ته ضرورت لري او ګڼ خلک ور سره یوځای کېږي، خو د اورپکۍ له منځه وړل ډېر وخت نیسي. باید ګام په ګام دا کار وشي."
د ده نوی ماموریت په ډېر شخصي لګښت پیل شوی.
"ماته ګواښونه کېږي، نه یوازې په خبرو کې ګواښونه بلکې د مرګ ګواښونه هم شته. خو زه ځکه نه ترهېږم چې پوهېږم زه سم کار کوم او په دې لار کې مرګ ته چمتو یم."
دوی په یوه کلي کې - په افغانستان، بوسنیا او افغانستان کې د بهرنۍ جګړې وېډیوګانې په موبایلونو کې کتلې، چې علي فوزي او ورور یې له همدې لارې اورپکۍ ته وهڅول شول او له اورپکو ډلو سره یوځای شول:
"موږ پر ولسي وګړو د وحشیانه بریدونو وېډیوګانې وکتلې. غوښتل مې جهاد وکړم او مسلمانان له دا ډول سیتم وساتم. د ځوانۍ جوش کې وم غوښتل مې بیا جګړه پیل کړم."
له افغان مجاهدینو سره
کله چې د هغه ورور په افغانستان کې له مجاهدینو سره اوږه په اوږه جګړه کوله، علي فوزي خپل کور ته څېرمه له اسلامي اورپکو سره یوځای شو چې په سوېلي فیلیپین کې د مسلمانانو د خاورې لپاره جنګېدل.
"ما رښتیا غوښتل چې هلته ووژل شم. ما هر وخت د خپل مرګ په اړه فکر کاوه. باور مې کاوه که په جګړه کې ووژل شم، نو نېغ به جنت ته لاړ شم او هلته به حورې ووینم. هره ورځ به زموږ روزونکو همدا خبرې راته کولې."
کله چې د هغه ورور له افغانستان ستون شو، بهر یې د زدکړو شیانو په عملي کولو لاس پورې کړ.
د ۲۰۰۲ کال په اکتوبر میاشت کې دوی په هغه ډله کې وو چې د بالي په کوټا سیمه کې یې پر شپنيو کلپونو دوه بمي چاودنې وکړې، دا ټاپو د بهرنیو سیلانیانو په ورتګ ډېر مشهور شوی و.
"په تلوېزیون کې مې برید ولید او ټکان مې وخوړ، ډېر زیات مړي پراته وو همدا وو چې د چارواکو پام موږ ته را واوښت".
د هغه دوه وروڼه- علي غفران او امروزي- اعدام شول او درېیم ورور یې علي عمران په عمري بند د زندان په تورو تیارو کې پروت دی.
علي فوزي چې ټینګار کوي د بالي بمي بریدونو کې یې لاس نه درلود، د یوه بل ترهګریز برید په تور په زندان کې درې کاله تېر کړل. همدا وو چې د ژوند مسیر یې په بې شانه توګه بلې خوا ته کوږ شو.
"پولیسو ډېر انساني چلن را سره کاوه. که دوی زه ربړولی وای، نو تر اوو نسلونو به مې د اندونیزیا له حکومت سره جګړه کړې وای. ما له پولیسو کرکه کوله، موږ فکر کاوه دوی شیطانان دي. خو حقیقت بیخي بل ډول و. همدا وه چې زما د ژوند پاڼه بشپړه واوښته."
ده د هغه بمي برید له قربانیانو سره هم کتلي چې د ده د ډلې کړي وو.
"ما وژړل. زړه مې وخوږېد چې ومې لیدل بمي بریدونو څومره وحشت جوړ کړی و. همدا وو سم هوډ مې وکړ چې له جګړې لاس واخلم او د سولې سپاهي شم."
کله چې په ټینګولون کې د ماښام اذان وشو، خلک د کلي نارینه جومات ته ور مات شول. جومات د سولې یوه دفتر ته-چې علي فوزي په ۲۰۱۶ کال جوړ کړی- څېرمه پروت دی، دی په دې مرکز کې خلک له سخت دریځۍ را ګرځوي.
نن شپه جماعت کې د هغو دوو قربانیانو خپلوان هم وو، چې دوستان یې بمي برید کې وژل شوي دي.
علي فوزي وايي "ما به معمولاً قربانیان خلکو ته را وستل. د دوی لیدو به مې زړه ټوټه ټوټه کاوه."
پر سکرین د اندونیزیا له بریدونو وروسته صحنې ښودل کېدې.
دا یوه استثنايي ناسته ده. په راغلو کې هغه پولیس هم دي چې د دغه کلي ځینې کسان یې نیولي وو، همدا شان هغه کسان یې بندیان کړي وو چې د ترهګرۍ اړوند تورونه پرې لګول شوي وو.
دوی د بمي برید قربانیانو خبرې اوري، اوښکې تویوي او د خپل درد کیسې کوي.
"په دوی کې یو هم ۳۳ کلن زولیا مهیندرا دی. دی لا زلمی و چې پلار یې امروزي ونیول شو، د اعدام حکم پرې وشو او وروسته د بالي د بمي بریدونو په جرم اعدام شو.
امرزوي ته رسنیو د "موسکی قاتل" لقب ورکړی و، ځکه چې د محاکمې پرمهال یې هېڅ پښیمانې نه وه ښودلې او تل به یې پر شونډو موسکا وه او خپل مرګ ته خوشال و.
تر ناستې وروسته، مهیندرا د بمي برید له دوو قربانیانو سره د زړه خواله وکړل. دوی غېږې او لاسونه سره ور کړل او د بښنې توري یې تکرار کړل.
"غوښتل مې ووایم بښنه غواړم، له دې کبله نه، چې زه په غلطه یم. بلکې د دې لپاره چې هغه زما پلار و او دوی زما د کورنۍ د کړنو قربانیان دي. زما مسؤلیت دی چې د خپل پلار پر ځای بښنه وغواړم."
مهیندرا وايي، "کله مې چې پلار اعدام شو، غوښتل مې غچ یې واخلم. غوښتل مې د بم جوړول هم زده کړم."
"خو د وخت په تېرېدو او د خپلو ترونو - علي فوزي او علي عمران - په لارښوونه، پوه شوم چې غلط کار کوم. همدا وو چې له دوی سره یو ځای شوم چې له نورو ترهګرو سره مرسته وکړم."
"اوسني حالت ته چې را ستون شوی یم، بېخي ډېر وخت یې نیولی دی. خو زه داسې ځای ته رسېدلی یم چې پوهېږم جهاد د خلکو وژل یا جګړه نه ده، جهاد دا دی چې د خپلې کورنۍ لپاره سخت کار وکړې."
په همدې شپه، مهیندرا وویل، د خپل ویده بچي په لیدو یې اوښکې توی شوې او خپل پلار یې ور په زړه شو:
"نه غواړم بچی مې پر هغه لار ولاړ شي چې زه پرې تللی یم. که ما د خپل پلار لار نیولې وی، نو زما بچی به هم رانه جلا شوی وای. پوهېدم سم جهاد هغه دی چې د دوی پالنه وکړم او دوی وساتم."
خو دی وايي، هغه ملګري یې چې په اندونیزیا کې له اورپکو ډلو جلا شوي، اوس له اسلامي دولت (داعش) ډلې سره یوځای شوي دي:
"ډېر لاملونه شته چې ولې یو کس داسې یوه مسیر ته کږېږي- ښايي اقتصادي وضعیت یې وي او بله چاره ونه لري. دوی څه فکر کوي او چا اغېز ور باندې کړی دی."
علي فوزي د لمونګان زندان دروازه وټکوله. دا هغه ته یو اشنا ځای دی، څو ځله دلته راغلی او له بېلا بېلو کسانو سره یې ناسته پاسته لرلې ده، خو له نویو بندیانو سره ګوري او د دوی د ژوند د بدلولو هڅه کوي:
"په سخت دریځۍ کې زما کړنې پر یوه نظریه نه دي ولاړې. بلکې د ژوند د تجربو زیږنده دي. زه یو جنګیالی او ترهګر وم او زندان ته د یوه ملګري په توګه راغلی یم."
"دوی وايي زه د پولیسو او د زندان ساتونکو پرتله لا ډېر کافر شوی یم. ډېری وخت انټرنېټ کې له ځورونو سره مخامخېږم، ټیلیفون ته مې ګواښنده زنګونه راځي. سمه ده خو زه یې ناګاره ګڼم."