هغه کاروبارونه چې د کورونا وېروس بحران کې یې ګټه ډېره شوې

Front of an Amazon warehouse

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امازون وايي، د تقاضا پوره کولو لپاره میلیونونه ډالر لګوي
د خپرېدو وخت

که یوه لور ته د کورونا وېروس مخنیوي اقداماتو له کبله نړیوال اقتصاد مخ پر ځور دی، نو بل لور ته همدا اقدامات د ځینو کاروبارونو لپاره د پرمختګ او ودې لامل هم شوي دي.

د بېلګې په توګه له قرنطین اقداماتو وروسته د انټرنېټ له لارې راکړه ورکړه ډېره شوه، خو که یوه لور ته یې ځینې کاروباریانو ته ګټه ورسېده، نو د امازون په څېر د انلاین کاروبار لوی او مهم کاروباریان بیا د دغې موضوع یوه بل اړخ ته هم اشاره کوي.

د امازون په هکله چې د نړۍ تر ټولو شتمن سړي جیف بیزوس تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي، داسې رپوټونه خپاره شول، چې مشتریان یې په یوه ثانیه کې تر ۱۱ زره ډالرو پورې لګوي او دې سره د شرکت ونډو بیه ریکارډ لوړ کچ ته ورسېده.

ایله څو اونۍ وروسته بیا د شرکت مسوولین په یوه جلا لهجه غږېدل. دوی وویل، د جنورۍ او میاشت تر منځ مودې لپاره ښايي شرکت په پنځو کلونو کې لومړی ځل د زیان اعلان وکړي او دا ځکه چې د تقاضا پوره کولو لپاره یې لګښتونه ډېر کړي دي.

د شرکت په خبره ۱۷۵ زره اضافي کارګرو ته معاش ورکول یوه لور ته او د کارکوونکو خوندیتوب لپاره پر اقداماتو او تجهیزاتو څلور میلیارده ډالر لګښت بل لور ته هغه څه دي، چې د دوی عاید یې زیانمن کړی.

بل لور ته د لګښتونو په تړاو د امازون چارواکو له همدې څرګندونو سره هم پرې د کارکوونکو خوندیتوب کې د ناغیړۍ تورونه پورې کېږي او نیوکې پرې شوې دي.

A shopping cart and cardboard boxes sit on a laptop keyboard

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د قرنطین پر مهال له انلاین لارې راکړه ورکړه ډېره شوه

په انلاین توګه د فلمونو او ډرامو وړاندې کونکې اداره نېټفلیکس هم له همدې ډلې انلاین شرکتونو یو دی چې د قرنطین پر مهال یې د لا ډېرو خلکو توجه جلب کړه. البته د نېټفلیکس مینه والو شمېر له قرنطین مخکې هم په ډېرېدو و.

په داسې حال کې چې تېرو پنځو کلونو کې د سینما نندارچیانو شمېر ۱۸ سلنه ډېر شوی دی، په همدې موده کې د نېټفلیکس مشتریانو شمېر بیا ۴۷ سلنه ډېر شوی.

د اپریل پر ۲۲ مه دغه شرکت وویل، له جنورۍ تر اپریله یې ۱۶ میلیونه نوي مشتریان موندلي دي. د ولسي تمایل ماهر بلاک مورګن بي بي سي ته وویل:

''یوازې په ایټالیا او اسپانیا کې د هغو خلکو شمېر په ترتیب سره ۵۷ او ۳۴ سلنه ډېر شوی، چې لومړی ځل یې د نېټفلیکس اپلیکشن کاروولی دی. ''

A woman sit in front of a TV with the Netflix logo on the screen

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نېټفلیکس د جنورۍ او مارچ تر منځ میلیونونه نوي مشتریان موندلي

خو دغه کیسه هم یو بل اړخ لري او هغه دا چې یوه لور ته د قرنطین له کبله د نویو فلمونو او ډارمو ثبت لړۍ په ټپه درېدلې، نو بل لور ته د یو شمېر هېوادونو د پېسو ارزښت هم ټیټ شوی. دا چاره بیا د دې لامل شوې چې په نړیواله کچه د دغه امریکايي شرکت ګټه وټه ورسره ټیټه شي.

د ساعت تېري یوې بلې امریکايي کمپنۍ ډیزنی بیا په ځینو برخو کې زیان، خو په ځینو نورو کې بیا ګټه کړې. د بېلګې په توګه د قرنطین له کبله یې خپل تهیم پارک د خلکو پر مخ تړلی.

د دغې ادارې د اجرايي مشر بوب چاپیک په وینا له کبله یې دوی ته یو اعشاریه څلور بیلیونه ډالره زیان اوښتی دی.

A Fedex delivery man in New York

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د فیډیکس په څېر شرکتونه بیا د لوژستیک پر وړاندې له خنډونو سره مخامخ دي.

خو بل لور ته بیا د دوی انلاین کاروبار هم خورا ډېره وده کړې او د ډیزني پلس په نامه پروګرام یې چې تېر دسمبر کې یې پیل کړ، ۵۵ میلیونه نوي مشتریان موندلي دي، چې دغه ځای ته د رسېدو لپاره نېټفلیکس ته اووه کاله وخت پکار دی.

دغه راز که یوه لور ته د انلاین راکړې، ورکړې بازار تود دی، نو بل لور ته انلاین مشتریانو ته د توکو رسولو په برخه کې بیا ستونزې ډېرې شوې دي.

د بېلګې په توګه د امریکا دوو مشهورو لوژستیک شرکتونو فیډیکس او یو پي ایس له حکومته د دې لپاره مرسته غوښتې چې په وینا یې د قرنطین له کبله د استول شویو توکو په لېږد رالېږد کې له خنډ او ځنډ سره مخامخ دي.

له ورته مخ پر ځوړ اقتصادي حالت سره هغه رستورانونه او خوړنځایونه هم لاس او ګرېوان دي چې کاروبار یې پرانیستی و، خو یوازې کورونو او کارځایونو ته د خوړو لېږلو اجازه یې درلوده.

رپوټونو کې ویل شوي، د اروپا په لر او بر کې د دغسې خوراکي توکو د شرکتونو پرتله د هغو دکانونو او هټیو کاروبار ډېر غوړېدلی چې ناپاخه شوي یا اومه خوراکي توکي پلوري.

A child doing yoga exercises

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د یوګا فرش په څېر ورزشي الاتو پلور په ټوله نړۍ کې ډېر شوی دی

د قرنطین محدودیتونو له پیل سره سم دجیم یا ورزشي کلبونو کاروبار په ټپه ودرید، خو له انلاین لارې د ورزشي الاتو او تجهیزاتو پلور له هغو کاروبارونو یو دی چې وده یې کړې.

دغه راز د خواله رسنیو او په ځانګړې توګه د ویډیويي خواله اپلیکشنونو بازار هم د قرنطین په موده کې خورا ډېر غوړیدلی.

د بېلګې په توګه د زوم په نامه ویډیويي چټ اپلیکشن یوازې په اپریل میاشت کې ۱۳۱ میلیونه کسانو ډاونلوډ یا خپلو کمپیوټرونو ته ښکته کړی دی، چې د سنسور ټاور نومي څېړنکي شرکت په خبره د تېر کال پرتله ۶۰ سلنه ډېر دی.

سلاک یو بل دغه ډول شرکت دی، چې د انلاین له لارې د پیغام رسولو برخه کې فعالیت کوي. دغه شرکت هم ویلي، د جنورۍ او مارچ میاشتو تر منځ موده کې یې د مشتریانو شمېر دوه برابره ډېر شوی دی.

A group of folk musicians in Ecuador play for a virtual audience using Zoom

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ایکواډور سندرغاړي د زوم له لارې کنسرت ورکوي

پی پال شرکت چې له ډیجیټل لارې د پیسو راکړې ورکړې یو مهم شرکت بلل کېږي، بیا د کوویډ - ۱۹ له کبله زیانمن شوی دی. د شرکت مسوولینو په خبره د ۲۰۲۰ کال په لومړیو دریو میاشتو کې یې عاید د پروسږکال پرتله ۸۴ میلیونه ډالره کم شوی دی، خو په ورته مهال د دغه شرکت د ونډو بیې بیا د مې تر اوومې نېټې خپل تر ټولو لوړ کچ ته ورسېدې.

اقتصادي ماهرین دغه وضعیت داسې تشریح کوي، چې که یوه لور ته د قرنطین له کبله د خلکو عاید کم شوی او د پیسو راکړه ورکړه کمه شوې، نو بل لور ته له انلاین لارې د پیسو لېږد د پخوا پرتله زیات شوی، چې ګټه یې پی پال ته رسېږي.

دغه شرکت د جنوري او مارچ تر منځ ۱۰ میلیونه نوي مشتریان موندلي دي او خلکو د دغه شرکت له لارې ۱۹۹ میلیارده ډالر لېږلي، چې د ۲۰۱۹ کال همدې موده کې دا ۱۶۱ اعشاریه پنځه میلیارده ډالره وو.

PayPal logo

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د مې پر اوومه د پی پال ونډو ارزښت خپل لور کچ ته ورسېد.