پر حوالو بندیز: "د کورونا وېروس له کبله کور ته پيسې نشم لېږلی"

د خپرېدو وخت

کورونا وېروس د۸۰۰ میلیونه وګړو هغه مالي مرسته ګواښي چې په نورو هېوادونو کې د خپلې کورنۍ له مېشتو غړو یې تر لاسه کوي.

ملګري ملتونه وایي په نړۍ کې څه باندې ۲۰۰ ملیونه کارګر خپلو کورنیو ته پیسې استوي. دې پيسو ته حواله ویل کېږي.

خو نړیوال بانک وايي سږ کال به د وبا له امله دا مرستې په معاصر تاریخ کې تر ټولو ټیټې کچې ته را ولویږي.

اټکل دی هغه پیسې چې په نړۍ کې خواره واره کسان یې په منځني او ټیټ عاید لرونکو هېوادونو کې خپلو کورنیو ته استوي له ۵۵۴ ملیارده ډالرو چې په ۲۰۱۹ کې د ریکارډ تر کچې رسېدلې وې، ۴۴۵ ملیاردو یا ۲۰ سلنه راکمې شي.

نړیوال بانک وايي د دې کموالي علت د کډوالو کاریګرو په معاش او دندو کې کموالی دی. دغه راز د اقتصادي کړکیچ له امله کډوال د خپلو دندو او عاید په له لاسه ورکولو کې ډېر زیان منونکي دي.

له لبنانه تر شریلانکا : ۵۲ کلنه چندرا

۵۲ کلنې چندرا نیاج په لبنان کې له ۱۵ کلونو د زیاتې مودې لپاره د پاکوونکي/ صفا کارې په توګه کار کړی. د خپل معاش له لارې یې د دوه لوڼو، یوه زوی او د خپل خاوند مالي ملاتړ کوي چې د چای کرونده ګر دی.

چندرا هره میاشت کور ته ۴۰۰ ډالر استول، په دې پیسو یې کورنۍ ځمکه واخسته، کور یې جوړ کړ او دوه لوڼو یې کالج کې زده کړې وکړې. اوس دواړه واده شوي دي.

خو له تېرې اکتوبر میاشتې لبنان کې وده درېدلې او ناکراري ده. د لبنانۍ لېرې بیه را ټیټه شوې او ډالر چې بهر ته د حوالو لپاره کارول کیږي ډېر کم شوي دي.

لکه نور آسیايي کاریګرو چندرا په څو لبناني کورونو کې کار کوي او په یو ساعت کې لس زره لیره اخلي چې پخوا شپږ نیم او اوس دوه نیم ډالره کیږي.

دا چې خلک نورو ته کورونو کې له کار ورکولو ډډه کوي نو چندرا بې کاره ده او کورته پیسې نه شي استولی.

هغې بي بي سي ته وویل له کورونا وېروس وړاندې یې پریکړه کړې وه چې یو یا دوه کاله به نور کار وکړي، ځکه غواړي له خپلې کورنۍ سره و اوسیږي. خو دا وايي که وضعیت ښه نه شي نه شي کولی چې په لبنان کې پاتې شي.

له امریکا سومالیا ته : د ۴۰ کلن عبدي کیسه

عبدي دوالي له خپلو پنځو ماشومانو، مېرمنې او د کورنیو له نورو غړو سره د مګدیشو په افګويي نومي پنډغالي کې اوسیږي.

دا سیمه د اسلام پاله وسله والو ډلو له خوا تر برید لاندې راغلې. د خپل خوندیتابه لپاره هغه له بي بي سي وغوښتل چې عکس یې خپور نه شي.

د عبدي ورور چې له ده څلور کاله مشر دی د امریکا په مینیسوټا ایالت کې د لارۍ چلوونکی دی.

له کړکیچ وړاندې هغه هره میاشت په سومالیا کې خپلو خپلوانو ته ۴۰۰ ډالر استول چې ډېره برخه یې د ده مېرمنې، دوه ماشومانو او د ده عمر خوړلو مور او پلار ته رسېدله.

خو دا چې د کوویډ-۱۹ له امله په امریکا کې ملیونونه دندې له منځه تللي نو دی کور ته د استولو لپاره پیسې نه لري.

عبدي وايي له کورونا وېروس وړاندې ورور د ټولو لګښت پوره کاوه خو اوس وايي دعا کوي چې حالت بیرته عادي شي.

تر درې میاشتې وړاندې پورې عبدي د انګلیسي ژبې زده کړې مرکز درلود. خو ځکه وتړل شو چې زده کوونکي کم وو او ډېر مور او پلار نه شوای کولی چې د کورس لپاره د خپلو اولادونو فیس پوره کړي.

د عبدي کورنۍ د پور له لارې ورځني خواړه برابر کړي او هټۍ وال ته یې ژمنه ورکړې چې وضعیت ښه شي نو پور به یې ورکړي.

عبدي وايی دی کولی شي د هغه عاید یوه برخه جبران کړي چې ده د حوالې له لارې تر لاسه کاوه.

دی وايي وضعیت د دوی په کنټرول کې نه دی او ملا امام ورته ویلي چې ښې ډېرې دعاګانې وکړې چې وضعیت عادي شي.

نړیوال واک بانک وایي په حوالو کې کمی به د نړۍ په ټولو لږ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې محسوس وي.

څو هېوادونه پر حوالو ډېره تکیه لري. له دې ډلې د نیپال د سړي سر ناخالص ملي عاید ۲۷ سلنه، د هندوراس او السلوادور څه باندې شل سلنه او د هایټي او سویلي سودان له دریمې برخې زیات عاید پر حواله تکیه دي.

په زیمبابوی کې حوالي ۱۳ سلنه او په شریلانکا او پاکستان کې شاوخوا اته سلنه ونډه لري.

د حوالې او کډوالۍ په برخه کې د نړیوال بانک کارپوه دیلیپ راتا وايي په تېر کې د کډوالو کاریګرو له خوا د حوالو پر مټ په مخ پر ودې هېوادونو کې د اقتصادي کړکیچونو اغیز کم کړل شوی او د یوې بیمې حیثیت یې درلود.

خو څو کلونو ته اړتیا ده چې حوالې پخوانۍ کچې ته ورسیږي. ځکه کورونا وېروس له امله د نړۍ ډېرو برخو کې پر سفر او نورو فعالیتونو بندیز دی. دې چارې د اقتصادي شاتګ ترڅنګ نوي ګواښونه رامنځته کړي دي.