تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د تمرین پر مهال د ایران سمندري ځواک ۱۹ سرتیري ووژل شول
د پوځي تمرین پر مهال په تېروتنه یوې ایرانۍ بیړۍ بله ایرانۍ بیړۍ ویشتلې او ۱۹ سرتیري یې وژلي دي.
د ایران سمندري ځواکونو په یوه بیان کې ویلي چې په دې پېښه کې ۱۵ سمندري سرتیري ژوبل شوي هم دي.
دې بیان کې ویل شوي د کنارک په نوم پوځي بیړۍ په نښه شوې او له پېښې وروسته دا بیړۍ د څېړنو لپاره د بيړیو تم ځي ته وړل شوې ده.
دا پېښه پرون ناوخته مازیګر مهال هرمز تنګي ته نږدې عمان خلیج کې شوې ده.
ایران د دې ستراتیژیکې سمندري لارې په اوږدو کې په منظم ډول پوځي تمرینونه کوي.
د دې پوځي تمرین پرمهال له جماران نومې بیړۍ د بیړیو ضد توغندي توغول شوي او کنارک نومې بیړۍ په نښه شوې ده.
لومړنیو رپوټونو کې د لسګونه سمندري سرتیرو د وژل کېدو خبر ورکړل شوي وو.
وړاندې د ایران دولتي تلویزیون ویلي وو چې د کنارک په نوم د لوجستیک ملاتړ بیړۍ وروسته له هغه په نښه شوه چې د تمرین لپاره یې ټاکل شوی هدف خپل ځای ته لېږداوه خو له هدفه یې کافي اندازه واټن نه وو ساتلی.
له دې وړاندې پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې امبولانسونو کې ټپي سمندري سرتیري روغتونونو ته لېږدول کیږي.
دا پېښه څلور میاشتې وروسته له هغه کیږي چې د ایران انقلاب ساتونکي ځواک په تېروتنه په تهران کې د اوکرایین سپرلۍ الوتکه وویشتله او ۱۷۶ تنه پکې ووژل شول.
دا الوتکه هغه مهال وويشتل شوه چې د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا لوړې کچې ته رسېدلې وه.
دې ترڅ کې ایران په عراق کې هغه عراقي پوځي اډه په توغندویو په نښه کړه چې امریکايي سرتیري پکې میشت وو.
ایران دا توغندیز برید د امریکا له خوا په بغداد کې د ایران د انقلاب ساتونکي ځواک د مشر قاسم سلیماني د وژلو په غچ کې وکړ.