کورونا وېروس او د تایلنډ د دودیزو نڅاګرو نوښت

کرونا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کورونا وېروس له خپرېدو سره د مبارزې په پار دودیزې تایلنډۍ نڅاګرې د خپل مخ په خوندي کولو سره ګډیږي.
د خپرېدو وخت
کرونا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جک هورنسبي پالونکې فابیانا کانورز د کورونا وېروس د وبا پر مهال هم د هغې ساتنه کوي. دا امکان شته چې که عمر خوړلي کسان نورې طبي ستونزې هم ولري، نو په کورونا وېروس د اخته کېدو خطر یې بېخي ډېر دی.
زلزله

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د تهران یو شمېر خلکو له زلزلې وروسته ټوله شپه په پارکونو کې رڼه کړه، د رېختر په کچه ۵،۱ درجې زلزلې- چې مرکز یي د تهران ولایت د دماوند ښار څنډ کې و- دماوند او تهران ولړزول.
کرونا در اسپانیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په اسپانیا کې له قرنطین د وتلو په لومړۍ ورځ یو سلمان(نايي) د خوندي کوونکي پلاستیک تر شا د یوه کس وېښتان کموي. دې هېواد له څو اونیو قرنطین وروسته د سلمانیانو، رسټورانټونو او کتاب پلورنځیو په څېر کارونو ته د کار اجازه بیا ور کړه.
کرونا در آلمان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جرمني موزیمونو د بیا پرانیستلو په اوله ورځ نندارچیان له مخ خوندي کوونکو ماسکونو سره. په ټول جرمني کې موزیمونه بیا عامه لیدونکو ته پرانیستل شول، خو دولتي چارواکي لا هم د کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره خپلو مخنیوونکو هڅو ته دوام ور کوي.
کرونا در آمریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ماسک اغوستلو پرته ماسک تولیدوونکې کارخونې ته لاړ. د نوموړي د لیدنې په مهال د اکسل رز په غږ د صحنې تر شا غږېدونکې سندرې جنجال جوړ چې پکې ویل کېدل:"ژوند وکړه او نور پرېږده چې په خپل رنځ ومري."
کرونا در چین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د چین د ووهان ښار په یوه ښوونځي کې د ټولنیز واټن ساتلو لپاره زدکوونکي د خوندیتوب شیشې کاروي. د کورونا وېروس د خپريدو مرکز ووهان ښار کې د وروستي کال شاوخوا ۵۷۸۰۰ زدکوونکي ښوونځیو او پوهنتونو ته ستانه شول.
کرونا در روس

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په مسکو کې د روسيې جنګي الوتکې په دویمه نړيواله جګړه کې د متفقانو د بري د ۷۵مې کلیزې لپاره الوتنې کوي. دا نظامي پریډ په دودیز ډول د مې په نهمه نېټه په سور ډګر کې جوړېږي، خو حکومت د کورونا وېروس له امله وځنډاوه.
کرونا در نیویورک

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، یو هلک چې ماسک یې اغوستی په بروکلېن کې د نیویارک اکورایوم( د ژوو او بوټو نندارتون) کې پر دېوالي نقاشي لاس وهي.
کرونا در بریتانیا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، انځورګر لیونل سټنهوف د بل هنرمن کاراواجیو دېوالي انځور- په امواس کې ماښام- د کورونا وېروس له امله د لاسموغانو په زیاتولو سره لندن کې پر دېوال نقاشي کوي.
کرونا در هلند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هالند کې د قرنطین ضد اعتراض کې د بلوا ضد پولیس سره د یوه لاریونوال نښته

-