د جنسي ځورونې تور ثابتېدلو سره د پاکستان یو ډیپلوماټ له دندې ګوښه شو

پاکستان
د عکس تشریح، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت کې د سرچینو په خبره، کیف کې د پاکستاني سفارت یوې ځايي کارمنې د لومړي مرستیال وقار احمد خلاف د جنسي ځورونې تور لګولی او ثبوت وړاندې کړی و.
د خپرېدو وخت

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اوکراین پلازمېنه کیف کې پر خپل یوه لوړپوړی ډيپلوماټ وقار احمد د جنسي ځورونې تور ثابتېدو سره نوموړی سملاسي له دندې ګوښه کړ.

د بهرنیو چارو وزارت سرچینو بي بي سي ته هغه اعلامیه تایید کړې چې په خواله رسنیو کې خپره شوې او پکې پر وقار احمد لګېدلي تورونه او د هغه د لرې کولو حکم لیکل شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې د مۍ پنځمه نېټه لیکلې ده او ور سره د محکمې د مشر اصف خان لاسلیک هم شته.

بهرنیو چارو وزارت کې د سرچینو په خبره، کیف کې د پاکستاني سفارت یوې ځايي کارمنې د لومړي مرستیال وقار احمد خلاف د جنسي ځورونې تور لګولی او ثبوت وړاندې کړی و.

اعلامیه
د عکس تشریح، د وقار احمد د لرې کولو په هکله د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه.

بي بي سي ته دا هم ویل شوي چې له څه مودې راهیسې پر وقار احمد لګېدلي تورونه ارزول کېدل او وروسته یې له دندې د ګوښه کولو پرېکړه وشوه.

د بهرنیو چارووزرت سرچینې دا هم وايي، پخوا هم چې وقار احمد په یوه بل اروپايي هېواد کې ګومارل شوی و، پر نوموړي د ډیسپلین د خلاف ورزۍ تورونه و.

خو هغه تورونه مالي فساد بلل شوی دی.