امریکایی سفیر د درې ښځو په جنسي ځورونه تورن شو

د عکس سرچینه، Getty Images
درې ښځو د اروپایي ټولنې لپاره د امریکا پر استازي ګورډن سونډلنډ د جنسي ځورونې تورونه لګولي دي. دا تورونه د پورټلنډ میاشتنۍ مجلې او "پرو پبلېکا" رسنیو خپاره کړي او هغه وخت پورې اړه لري چې دی سفیر نه و.
ښاغلي سونډلنډ دا تورونه رد کړي او وایي، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د استیضاح په قضیه کې د ده د رول له کبله دې مېرمنو په نښه کړی دی.
نوموړي په یوه اعلامیه کې ویلي، ښځو ته لاس ور وړلو او د هغوی ښکلولو تورونه د سیاسي موخو لپاره پرې لګول شوي.
اصل تورونه څه دي؟
درې واړه ښځې وایي، ښاغلي سونډلنډ له دوی نه جنسي غوښتنې کولې. خو کله چې دوی دا غوښتنې رد کړې نو ښاغلي سونډلنډ ورته کنځلې وکړې او له دوی سره یې د کار په برخه کې کړې ژمنې هم پوره نه کړې.
په دې ډله کې یوه ښځه نېکول ووګل نومېږي چې د پورټلنډ میاشتنۍ مجلې څښتنه هم ده. اغلې ووګل وایي، په ۲۰۰۳ کال کې ګورډن پورټلند سره یې یوه کاري لیدنه درلوده.

د عکس سرچینه، Reuters
وروسته ښاغلي پورټلند بلنه ورکړه چې د ده هوټل ته ورسره ولاړه شي. کله چې هوټل ته ولاړل نو ده ورنه غوښتل چې کوټې ته یې ورسره ولاړه شي.
اغلې ووګل وایي، کله چې یې کوټې ته ورسره ولاړه نو لومړی ښاغلي سونډلنډ غېږ ورکړه، بیا یې د هغې مخ په لاسونو کې ونیوه او هڅه یې وکړه چې خوله ورنه واخلي.
د نېکول په وینا، د ښاغلي سونډلنډ نه یې ځان خلاص کړ او له هوټل نه روانه شوه، خو وروسته ورته ګورډن سونډلنډ ایمیل وکړ او د دې په کاروبار کې د پانګونې په اړه له خپلو ژمنو لاس پر سر شو.
د پورټلنډ مجله وایي، د دې خبر په جوړولو او خپرولو کې اغلې ووګل هېڅ رول نه درلود.
د جانا سولېس په نامه یوه بله ښځه وایي، په ۲۰۰۸ کال کې یې په یوه هوټل کې د دندې ترلاسه کولو لپاره له ګورډن سونډلنډ سره ولیدل.
اغلې سولېس وایي، له دندې ترلاسه کولو وروسته د ښاغلي سونډلنډ چلن ناسم و او یوه ورځ یې ان د دې کوناټي ته لاس ور وړ.
د دې په وینا، یوه ورځ ګورډن سونډلنډ خپل کور ته ور وغوښته، او کله چې دا هلته ورسېده نو ګورډن لغړ ولاړ و.

د عکس سرچینه، AFP
دریمه ښځه هم تور لګوي چې ګورډن سونډلنډ یوه شپه د کاري خبرو لپاره خپل کور ته ور وغوښته، او له ډوډۍ وروسته یې هڅه وکړه چې خوله ورنه واخلي.
خو ګورډن سونډلنډ دا ټول لګېدلي تورونه او خپاره شوي رپوټونه غیر صادقانه او ناسم ژورنالېزم بولي.
د ده لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د دې رپوټونو وخت او سرچینه ښکاره موخه لري، او هغه دا چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د استیضاح په قضیه کې د ده رول باندې اغېز وکړي.
ښاغلی سونډلنډ تېره اوونۍ د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د استیضاح په قضیه کې د امریکا کانګرس غونډې ته حاضر شو.
په دې ناسته کې نوموړي وویل، ولسمشر ډونلډ ټرمپ ورته ویلي وو چې پر اوکراین فشار راوړي چې د ښاغلي ټرمپ ټاکنیز سیال جو بایدڼ د فساد قضیه وپلټي.




















