د جنسي ځورونې تور ثابتېدلو سره د پاکستان یو ډیپلوماټ له دندې ګوښه شو

د خپرېدو وخت

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اوکراین پلازمېنه کیف کې پر خپل یوه لوړپوړی ډيپلوماټ وقار احمد د جنسي ځورونې تور ثابتېدو سره نوموړی سملاسي له دندې ګوښه کړ.

د بهرنیو چارو وزارت سرچینو بي بي سي ته هغه اعلامیه تایید کړې چې په خواله رسنیو کې خپره شوې او پکې پر وقار احمد لګېدلي تورونه او د هغه د لرې کولو حکم لیکل شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې د مۍ پنځمه نېټه لیکلې ده او ور سره د محکمې د مشر اصف خان لاسلیک هم شته.

بهرنیو چارو وزارت کې د سرچینو په خبره، کیف کې د پاکستاني سفارت یوې ځايي کارمنې د لومړي مرستیال وقار احمد خلاف د جنسي ځورونې تور لګولی او ثبوت وړاندې کړی و.

بي بي سي ته دا هم ویل شوي چې له څه مودې راهیسې پر وقار احمد لګېدلي تورونه ارزول کېدل او وروسته یې له دندې د ګوښه کولو پرېکړه وشوه.

د بهرنیو چارووزرت سرچینې دا هم وايي، پخوا هم چې وقار احمد په یوه بل اروپايي هېواد کې ګومارل شوی و، پر نوموړي د ډیسپلین د خلاف ورزۍ تورونه و.

خو هغه تورونه مالي فساد بلل شوی دی.