کورونا وېروس: نیو یارک کې لسګونه مړي په لاریو کې موندل شوي

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا په نیویارک کې په روانو لاریو کې لسګونه مړي له هغه وروسته موندل شوي، چې لارویانو یې د بوی خپرېدو شکایت وکړ. د اندریو ټي کلیکلې په نامه کفن - دفن شرکت دغه لارۍ کرایه کړې وې او مړي یې له کنګل سره پکې بار کړي وو.
یوه چارواکي د نوم نه یادولو په شرط نیویارک ټایمز ته ویلي، د شرکت یخچالونو کار پرې ایښی و. پولیس سیمې ته بلل شوي، چې له رسېدو وروسته یې شاوخوا لارې وتړلې او وروسته یوه یخچالي لارې هلته ورسېده.
وروسته کارګران ولیدل شول چې د خوندیتوب کالي یې اغوستي وو او مړي یې لېږدول. تر اوسه معلومه نه ده، چې ایا دغه کسان د کورونا وېروس له کبله مړه شوي او که نه،
خو په نیویارک ایالت کې چې له دې وېروسه سخت اغېزمن امریکایی ایالت دی، د مړستونونو مسوولین او ځايي چارواکي د مړینې لوړ شمېر له کبله د جسدونو کفن – دفن لړ کې له ستونځو سره لاس او ګرېوان دي.
د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې یوازې په نیویارک ښار کې د کورونا وېروس له کبله تر ۱۸۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.
په ټول کې امریکا کې له دغه وېروسه د اغېزمنو کسانو شمېر له یو میلیون کسانو اوښتی، چې د نړۍ بل هر هېواد پرتله ډېر دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د هغې سیمې یوه اوسېدونکي چې مړي په لاریو کې پکې موندل شوي نیویارک ټایمز ته وویل:
"دوی دغه مړي په لاریو کې بار کړي وو، مړي په کڅوړو کې یو پر بل د پاسه پراته وو او ټولې لارې یې ( له مړو) ډکې وې "
د بروکلین سیمې ښاروالۍ یوه چارواکي ایرک اډامس نیویارک ډیلي نیوز ته د پېښې په ځای کې وویل:
"د پېښې څېړنه کوو. موږ باید داسې وضعیت کې و نه اوسو چې له مړیو ډکې لارۍ په لارو کوڅو کې کتار ولاړې دي "
ښاغلی اډامس وايي، د سیمې خلکو له لاریو د بوی او څڅوبي له خپرېدو وروسته چارواکي د پېښې په اړه خبر کړل.
د قانون له مخې د کفن – دفن منتظمین مسوولیت لري چې خاورو یا اور ته له سپارلو مخکې مړي په مناسب خوندي حالت کې وساتي، چې وراسته نه شي.



















