پاکستان کې "ای اېس ای" د کورونا وېروس ناروغان لټوي

بابر افتخار

د عکس سرچینه، TV GRAB

د عکس تشریح، د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال بابر افتخار هم منلې ده چې د کورونا وېروس د ناروغانو مالومولو کې د پوځی ادارو مرسته اخیستل کېږي.
د خپرېدو وخت

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان منلې ده چې د دې هېواد پوځي استخباراتي اداره، ای اېس ای، د کورونا وېروس ناروغانو مالومولو لپاره کارول شوې ده.

ښاغلي خان په طنزیه ډول ویلي، ای اېس ای د څار او پلټنې پراخه شبکه لري چې پخوا د ترهګرو پر ضد کارېدله، خو اوس به د کورونا وېروس پر ضد کارېږي.

د پاکستان په یو شمېر سیمو کې د کورونا وېروس خورېدول په ډېرېدو دي او داسې وېره شته چې ګڼ ناروغان له شرمه حال نه وایي.

د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال بابر افتخار هم منلې ده چې د کورونا وېروس د ناروغانو مالومولو کې له پوځی ادارو مرسته اخیستل کېږي.

نوموړی وایي چې په ټول هېواد کې یې د (سمارت لاک ډون) تګلاره پیل کړې، چې له مخې یې یوازې هغه سیمې به قرنطین کېږي چېرته چې د کورونا وېروس مثبته پېښه تائید شي.

ښاغلی افتخار وایي، د کورونا وېروس د وبا پر مهال به د پوځ ټول تخنیکي او بشري ځواک د حکومت په غوښتنه کارول کېږي.

هغه زیاته کړه چې د پاکستان د پوځ ټوله طبي عمله بېرته دندو ته وربلل شوې چې په دې سخته شېبه کې په هېواد کې روغتیایي اسانتیاوې لا ډېرې شي.

کراچی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په پاکستان کې تر دې دمه څه باندې ۱۱ نیم زره کسان په کورونا وېروس اخته دي

تورن جنرال بابر افتخار وایي، له نېکه مرغه چې تر اوسه پاکستان کې د کورونا وېروس ناروغان شمېر تر اټکلونو کم دی، خو په راتلونکو دوه اوونیو کې دا شمېر ډېرېدلی هم شي.‌

یو شمېر سیاستوال د کورونا وېروس پر ضد د پوځي استخباراتي‌ ادارو کارولو حیران کړي دي او ادعا کوي‌ چې دا کار کومه عملي‌ ګټه نلري.‌

ډېری کسان استدلال کوي چې د کورونا وېروس پټو ناروغانو مالومولو لپاره باید د پولیسو ځواک و روزل شي،‌ او جاسوسان باید دې پروسه کې ورګډ نشي.

په دې وروستیو کلونو کې پاکستان کې د ای اېس ای ادارې پر کړنو نیوکې ډېرې شوې دي او تور پرې لګېږي چې د هېواد د داخلي سیاست کنترولولو هڅه کوي.

په پاکستان کې تر دې دمه څه باندې ۱۱ نیم زره کسان په کورونا وېروس اخته دي،‌ چې تر ټولو ډېر، شاوخوا ۵ زره یې په پنجاب ایالت کې دي.‌

تر دې دمه په ټول پاکستان کې ۲۴۲ کسان له دې وېروس مړه شوي، چې ۸۵ یې په خیبر پښتونخوا کې دي.