د تېلو بیه ولې منفي شوه؟

د خپرېدو وخت

له وړمې ورځې راهیسې چې امریکا کې په بې مخیني او تاریخي ډول د تېلو بیه غورځېدلې او ان منفي شوې، ښايي له ډېرو سره دا پوښتنه وي چې داسې څنګه کېږي؟

هغوی چې د تېلو بیه منفي کړه بله چاره یې نه وه او وايي، دا بیه د تېلو د راتلونکو تړونونو له امله ده او اوسنۍ بیه پکې نه راځي.

دوی دا هم وايي چې د تېلو دا بیه روانه او راتلونکې میاشت پورې تړلې، نه په نورو میاشتو پورې.

راتلونکې بیه څه ده؟

راتلونکې بیه یا راتلونکی تړون د اوسنۍ بیې او اوسني تړون په مقابل کې دی، اوسني تړون کې پېرونکی او پلورونکی خپلو کې هوکړه کوي چې د توکي بیه همغه شیبه کې د مشخص قېمت له مخې وټاکي.

راتلونکی تړون او راتلونکې بیه داسې تړون دی چې پکې بیه او راکړه ور کړه له راتلونکي سره تړل کېږي.

کرنګر(کرونګر یا بزګر) د پانګونې او عاید لپاره د کرنېز موسم تر پای او ایبره یا حاصل ټولولو پورې صبر کوي، چې د خپل محصول پلورلو سره پیسې او عاید پیدا کړي، خو دوی اوسنۍ اړتیاوې د خپلې کروندې تر لو کولو پورې ځنډولی نه شي.

له بلې خوا پانګوال یا د نانوایانو په څېر مصرفوونکي تیار دي چې د ګرانۍ له وېرې یا د غنمو له ناڅرګندې راتلونکې بیې د ځان خوندیتوب لپاره له کرنګرو سره تړون وکړي چې له فصل ټولولو مخکې یې غنم وپېري، خو دا غنم د لو په وخت کې ترلاسه کړي.

دې را کړه ور کړه کې اوسنۍ شیبه کې او په اوسني شکل محصول نه سپارل کېږي، خو کرنګر په اوسنۍ زمانه کې د خپلو حصولاتو په وارمخکې پلورلو سره د خپل راتلونکي عاید یوه برخه ترلاسوي، چې اړتیاوې یې ځواب کړي او نانوایان یا پانګوال ننني قېمت سره د راتلونکي محصول د خپلولو ژمنه ترلاسوي.

دې را کړه ور کړه کې دواړه لوري د پېر او پلور رېسک یا خطر خورا ټیټوي، هغه هم په داسې مهال چې راتلونکي کې د توکي د بیې زیاتېدل یا کمېدل د یوه لوري په ګټه یا تاوان تمام شي.

مثال د کرنګر تاوان دا دی چې که خپل غنم د نننۍ بیې سره سم په زر ډالر وپلوري، خو درې میاشتې وروسته په مارکېټ کې د همدې غنمو بیه پنځلس سوه ډالر شي، نو دی پنځه سوه ډالر تاوان کوي او نانوای پنځه سوه ډالر ګټه کوي.

اپوټه هم امکان لري چې غنم ارځان شي او د زر ډالرو غنم د حاصل وخت کې په پنځه سوه ډالر وي، خو دا چې نانوای تړون کړی، نو اړ دی چې هماغه په زر ډالر یې وپېري، دغسې حالت کې کرنګر ګټه کوي.

د توکو بازار کې څه روان دي؟

دا خو دودیزه خبره وه، خو اوسنۍ زمانه کې خبره پېچلې ده، لکه د ډېرو لویو توکو د تړونونو په کولو سره کاروباري کسان یا ډېره ګټه کوي یا ډوپه کېږي. تېل هم دا ډول توکو او محصولاتو کې دي چې له راتلونکې بیې او راتلونکي تړون سره تړلي دي.

د تېلو بازار کې پېرونکی په ټاکلي وخت د ترلاسولو لپاره ټاکلی محصول په ټاکلې بیه اخلي، دا را کړه ور کړه هم د سودا د دواړو لورو د شننې او د بازار له راتلونکي د دوی په ارزولو پورې تړلې ده، هغه هم داسې چې دوی فکر کوي راتلونکي کې د تېلو بیه د مختلفو دلیلونو له امله ټیټېږي یا پورته کېږي او بالاخره د هوکړې له مخې بیه سره ټاکي.

دې اینده را کړه ور کړه کې تېل پلوري (پلرونکي) د سودا خطر یا رېیسک او بازار کې ګډوډي تر څه بریده کنټرولوي او ټاکلي راتلونکي کې پر تضمین شوي عاید حساب کوي.

په دا مهال تېل پېري(پېرونکي) هغه که ستر چاڼوونکي یا مصرفوونکي دي د خپل راتلونکي لپاره روښانه ستراتیژي لرلی شی، ځکه د تړون له مخې د هغو تېلو په بیه پوهېږي چې راتلونکو میاشتو کې به یې ترلاسوي.

خو د توکو بازار کې دریمه ډله هم شته، چې بدلېدونکي، معامله ګر او محتکر هم بلل کېږي، دا ډله د توکو بازار کې د بنسټيزو عواملو بدلون او بازار کې د ورځې بدلون سره- چې د مثال په ډول اوس تېل یادولی شو- راتلونکو مختلفو دورو کې د تېلو د ترلاسولو معاملې کوي او د بیو له بدلېدو او غورځېدو یا پورته کېدو ګټه کوي.

د تېلو بیه ولې منفي شوه؟

د کورونا وېروس د خپرېدو له امله چې ټرانسپورټ کم شوی د تېلو غوښتنه او تقاضا هم پرلپسې کمه شوې، خو په دغه مهال د تمې خلاف ډېر تېل بازار ته وړل شوي دي.

دا وجه ده چې د تېلو زېرمې له خولې ډکې شوې او د دې توکي د نور ځایولو وړتیا نشته او دا پرمختیا په داسې مهال ده چې راتلونکې مۍ میاشت کې یا لس ورځې کم وخت کې تېل پلورل کېږي یا سپارل کېږي، خو د دې سپارل کېدونکو تېلو لپاره ځای یا زېرمه نشته.

تولیدوونکي هم ژر تولید درولی نه شي، ځکه دا کمول او بیا پخواني تولید ته ځان رسول ډېر لګښټ غواړي، نو تېل پلورونکي اړ شول چې خپل تېل ان نه باورېدونکې بیې یا منفي بیې سره وپلوري چې پر تېلو سربېره مشتري ته پیسې ور کول هم پکې راځي.

د تېلو د راتلونکو تړونونو برخلیک؟

که څه هم د تېلو د سپارلو بیه به د لا لرې راتلونکو میاشتو کې لپاره له بدلون او ټیټو او هسکو سره مخ شي، خو دا مهال د لوېدیځ تکزاس د تېلو بیه بیا هم راتلونکو میاشتو کې مثبته ده او هیله ښيي چې د بازار حالت به بدل شي.

کانال کې د جون میاشتې لپاره د تېلو د تحویل یا سپارلو بیه ۲۰ ډالره ده، خو د دې تړونونو د بشپړولو او سپارلو وخت په نږدې کېدلو سره که د بازار شرایط او د تېلو زېرمې بدلون ونه کړي، نو لرې نه ده چې دا بیه به هم له ډېر کمښت سره مخ شي.

بیا هم د یادولو ده چې د اپرېل پر ۲۱ د مۍ میاشتې لپاره د تېلو د پېرلو بیه په تاریخ کې د لومړی ځل لپاره منفي شوه، خو د پلور اوسنۍ بیه لا هم لس ډالره ده.