تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرونا وېروس: د پاکستان جوماتونو کې د ماسک کارول لازم
د پاکستان ولسمشر عارف علوي وايي، له دیني علماوو سره له سلا مشورې وروسته یې د جماعت لمانځه، تراویح او اعتکاف په تړاو ۲۰ وړاندیزونه چمتو کړي دي، چې باید ټول یې عملي کړي.
نوموړی وايي، دغه ټولې پرېکړې په شریکه شوې.
دې کې جومات ته د تلو پر مهال د ماسک اغوستل لازم بلل شوي او ویل شوي، په جوماتو کې دي غالۍ یا فرشونه نه هوارېږي، په جوماتونو کې دي له ډله ییز پیشلمي یا افطار 'روژه ماتي ' خوړولو ډډه وشي او خلک باید له لمانځه مخکې او وروسته له ګڼې ګوڼې جوړولو ډډه وکړي.
په وړاندیزونو کې دغه راز ویل شوي، د امکان په صورت کې باید د جومات په انګړ کې لمونځ وشي، له پنځوس کلنۍ پورته کسان، ماشومان، یا هغه کسان چې ټوخېږي، تبه یا نزله ولري، باید جومات ته له تلو ډډه وکړي، د څنګلارو پر ځای د جومات په احاطه کې د تراویح لمونځ ادا کړل شي، د کلورین سره د جومات غولی ووینځل شي او د جماعت لمانځه لپاره داسې صفونه ترتیب شي چې د دوو کسانو تر منځ د دوو کسانو ځای تش پرېښودل شي.
دغه راز ویل شوی، اودس باید په کور کې وشي، په غېږ او لاس باید روغبړ و نه شي، مخ ته له لاس وروړلو ډډه وشي، د جوماتونو او امام بارګاه منتظمین باید له پولیسو سره په اړیکه کې واوسي او له د جماعت لمونځ او تراویح له دې سره مشروط دي.
چارواکي وايي، که حکومت ته معلومه شي چې پر دې احتیاطي تدبیرونه نه پلي کېږي، یا د اغېزمنو کسانو شمېر ډېر شوی، کولای شي پر دې پرېکړې بیا غور وکړي.
چارواکي وايي، حکومت حق لري، چې د اغېزمنو کسانو شمېر او وضعیت ته په کتو سره په بېلا بېلو سیمو کې بېلا بېله پالیسي وضع کړي.
له دې مخکې پرون د اسلام آباد او کوټې په ګډون پاکستان په ځینو ښارونو کې د قرنطین له اعلان سره - سره ګڼ شمېر خلک جوماتونو ته د جمعې لمانځه ادا کولو لپاره تللي وو.
د پاکستان مذهبي چارو وزیر مخکې هم ویلي وو چې د علماوو، سیاسي او مذهبي مشرانو له سلا مشورې وروسته به د جمعې لمانځه، تراویح او اعتکاف په تړاو پرېکړه وشي.
خو د پاکستان رویت هلال کمېټۍ مشر مفتي منیب الرحمان له حکومتي چارواکو او نورو علماوو سره له مشورې مخکې په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ، چې جوماتونو ته به پر ورتګ بندیز نه وي او په جماعت سره به د لمونځ کولو بهیر روان وي.