سعودي شهزادۍ له ملک سلمان د خوشي کېدو غوښتنه وکړه

د خپرېدو وخت

د سعودي یوې پېژندلې شهزادۍ خپل رسمي ټوېټر ایکاونټ کې له خپل تره او د سعودي له پاچا ملک سلمان غوښتي چې ازاده یې کړي.

دغه ټوېټ کې چې وروسته لرې شو شهزادۍ بسمه بنت سعود لیکلي: حایر زندان کې بندۍ ده او روغتیايي وضعیت یې مخ په خرابېدو دی.

هغې په بل ټوېټ کې د سعودي له پاچا ملک سلمان او ولیعهد محمد بن سلمان غوښتنه کړې: پر دوسیه مې بیا کتنه وکړئ او ما ازاده کړئ، ځکه ما هیڅ کومه تېروتنه نه ده کړې.

د سعودي چارواکو دې غوښتنې ته لا کوم غبرګون نه دی ښودلی.

شهزادۍ څوک ده؟

۵۶ کلنه شهزادۍ بسمه بنت سعود د سعود بن عبدالعزیز- چې له ۱۹۵۳ تر ۱۹۶۴ کال پاچا و-کشره لور ده.

د انساني حقونو، د ښځو ضد تبعیض ورکولو او قانوني سمون په هکله څو کلونو هڅو بسمه بنت سعود د سعودي شاهي کورنۍ کې د مدني چارو له امله په پېژندلې څېره بدله کړه.

تېر کال داسې ناتایید شوي رپوټونه و چې نوموړې او یوه لور یې کورني بند کې دي.

جرمن غږ رسنۍ هم بسمه بنت سعود ته د یوې نږدې سرچینې له خولې وايي، د ۲۰۱۹ کال مارچ کې چې نوموړې سوېس ته د درملنې لپاره تله، له سعودي د تېښتې په تور ونیول شوه.

څو میاشتې کېږي چې شهزادۍ بسمه نه لیدل شوې او نه یې هم کوم خبر شته.

هغې د چارشنبې په ورځ یوه ټوېټ کې د سعودي پاچا ته په وینا کې وویل: "ممکن خبر یې؟ چې زه له کوم جرم او خپلې خوښې پرته په حایر بند کې یم".

هغه په ټوېټ کې زیاتوي: "حالت او روغتیا مې مخ په خرابېدو دي، ممکن مړه شم. درملنه مې ونه شوه او ان سترې محکمې ته مې د لېږل شویو لیکونو ځواب هم ترلاسه نه کړ. زه له کوم دلیل پرته له خپلې یوې لور سره جېل کې یم".

د شهزادۍ بسمه رسمي رسنیز دفتر دا ټوېټ بیا خپور کړ او د هغو لېکنو لېنکونه یې هم ور سره واچول چې تېر کال یې د نوموړې د نیولو په هکله خپرې شوې وې.

وروستیو کلونو کې د سعودي یو شمېر هغه شهزادګان نیول شوي او ورک شوي چې د سعودي پر حکومت یې نیوکې کولې.