د نوي زېلنډ لومړۍ وزیره خپل او د کابینې معاشونه کموي

د خپرېدو وخت

د نوي زېلنډ لومړۍ وزیره جسنډا ارډن وايي، راتلونکې میاشت یې کابینه تر شپږو میاشتو خپله تنخوا شل سلنه کموي. نوموړې وايي، د تنخوا کمولو سره غواړي له هغو خلکو سره یووالی ښکاره کړي چې د کورونا وېروس له امله له دندو لرې لا یې معاش کم کړل شوی دی.

د جسنډا ارډرن تنخوا ۲۸۵ زره(دوه لکه پنځه اتیا زره) امریکايي ډالره ده. دا وايي، د حکومتي ادارو د مشرانو او نورو سیاستوالو تنخا به هم کمه کړي.

د نوي زېلنډ لومړۍ وزیره د خپلې مشرۍ د وړتیا له مخې نړۍ کې مشهوره ده او مینوال لري.

په نوي زېلنډ کې د کورونا وېروس له خپرېدو سره سم هغې سملاسي خپل هېواد کې په تکرا تګ محدودیت ولګاوه.

جسنډا ارډن دې ګام سره غواړي چې په هېواد کې یې دا وېروس ډېر خپور نه شي.

د پیسو نړیوال صندوق د ارزونې له مخې، د نوي زېلنډ اقتصاد به سږ کال ۷،۲ سلنه تاواني شي. د دې صندوق مشرې د کورونا وېروس له امله د نړیوال اقتصاد د منفي ودې خبره کړې ده.

کرسټالینا جورجیوا وايي، نړۍ له ۱۹۳۰ کال وروسته بیا تر ټولو سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ ده.

هغه دا هم وايي، چې راتلونکی کال به د نړۍ اقتصادي حالت لږ ښه شي.