د بنګله دېش د پخواني ولسمشر قاتل اعدام شو

د عکس سرچینه، AFP
د بنګله دېش جوړوونکي او ددې هېواد د پخواني ولسمشر شېخ مجیب الرحمان قاتل د دغه هېواد په پلازمېنه ډاکه کې اعدام شوی دی.
د عبدالماجد په نوم پخوانی پوځي افسر له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې تښتېدلی او ورک و. دی تازه نيول شوی و. د دغه هېواد اوسني ولسمشر یې روانه اوونۍ د بښنې غوښتنه رد کړه.
پخوانی ولسمشر شېخ مجیب الرحمان د بنګله دېش د اوسنۍ لومړۍ وزیرې شېخ حسینه پلار و. دی د بنګله دېش تر خپلواکۍ اخیستلو څلور کله وروسته په ۱۹۷۵ کې د یوې پوځي کودتا پر مهال د کورنۍ له ډېرو نورو غړو سره ووژل شو.
ګمان دا دی چې عبدالماجد له دغه پوځي بغاوت وروسته پخپل هېواد کې اوسېده خو چې په ۱۹۹۶ کې شېخ حسينه د لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شوه نو دی هند ته وتښتېد.
د شېخ حسینه حکومت هغه قانون فسخه کړ چې پر بنسټ يې د دې د پلار قاتلان نه محاکمه کېدل. په ۱۹۹۸ کې د عبدالماجد په ګډون شاوخوا لسو نورو پوځي افسرانو ته هم د مرګ سزا واورول شوه.
د بنګله دېش سترې محکمې په ۲۰۰۹ کې پر دې سزا بیا له سره غور او کتنه وکړه چې په ترڅ کې يې د شیخ مجیب الرحمان پنځو قاتلانو ته د مرګ سزا ورکړل شوه او عبدالماجد چې څنګه تېره میاشت بېرته خپل هېواد ته ستون شو نو ونیول شو او اوس اعدام شو.















