ټرانزنسټریا هېواد؛ څوک یې ولې په رسميت نه پېژني؟

د عکس سرچینه، Getty Images
لمرسترګه تازه د سویت دور استوګنیزو ودانیو تر منځ را پورته شوې وه. د تېراسپول ښار په مرکزي څلورلارې کې ګڼو ښځو او ماشومانو رنګه کالي اغوستي او سره راټول شوي وو.
په سپتمبر میاشت کې دا توده او لمرينه ورځ ډېره په زړه پورې وه. د خلکو دا خوښي داسې وه تا به ویل په شاهي کورنۍ کې د واده مراسم دي.
په ختيزه اروپا کې د اوکراین او مالداویا هېوادونو پولو ته څېرمه څلورسوه کېلومټره مربع سيمه ټرانزنسټریا نومېږي. هلته هر کال د خپلواکۍ ورځ په ډېر جوش سره لمانځل کېږي.
ټرانزنسټریا په تېر کې پرنډسټوی مولډوین ريپلېک نومېده چې په رسمي ډول د هېواد برخه نه وه.
د ملګرو ملتونو هيڅ کوم غړي هېواد دا سيمه په رسميت نه ده پېژندلې خو په ۱۹۹۰ کې د شوروي اتحاد له پاشل کېدو یو کال مخکې يې خپلواکي اعلان کړې ده.
دا یوه ډېره ځانګړې سيمه ده. د مالداویا پلازمېنې کيشينو په اوه کېلومټرۍ کې په سوېل ختيځ کې پرته ده.
د ټرانزنسټریا د پارلمان ودانۍ نه بهر د لېنن مجسمه لګول شوې. لویې لارې د کمونیستي فکر پالوونکو شخصیتونو په نوم شوې دي او د شوروي اتحاد د وختونو تاريخي څلي ځای ځای تر سترګو کېږي.
ټرانزنسټریا په عملي ډول د مالداویا برخه ده او د روسيې په مالي ملاتړ خپلې چارې سمبالوي خو د خپل هېواد پرېکړې پخپله کوي.
د دغه هېواد د خپلواکۍ د ۲۹ کلیزې په مناسبت د ويرا ګلچنکو په نوم یوه پخواني مامور د دوېمې نړېوالې جګړې یو پوځي افسر تر لاس ونیو او ګاډي کې يې کېناوه، بیا يې وویل:
'دا چې زموږ خپلواکي په رسميت نه پېژندل کېږي، ډېره د خواشينۍ خبره ده خو موږ ته ځانونه خپلواک ښکاري.'
ده وویل، 'زموږ خپل قانون دی، خپل مو حکومت او پوځ دی، خپله ځانګړې پیسه لرو او پاسپورټ هم'.
له څلورو خواوو په وچه کې د دغه را ایسار کوچني هېواد په کلو بانډو کې چوپتیا خپره ده، د شوروي اتحاد د وختونو تړل شوې کارخونې او د انګورو باغونه هم پکې شته.
دلته د اوسېدونکو خلکو له ډلې يې دویمه او درېيمه برخه خلک د اوکراین، مالداویا او روسيې تابعیت لري.
دېرش کاله مخکې چې ټرانزنسټریا خپله خپلواکي اعلان کړه نو د تيراسپول نفوس خورا کم شو.
د شوروي اتحاد د پاشل کېدو له کبله د خلکو مالي وضعیت خراب شو او د کار روزګار په لټه ګڼ خلک روسيې ته لاړل.

د عکس سرچینه، Getty Images
په دغه هېواد کې صدارتي جمهوري نظام دی، د خلکو ورځ مزد کم او مالي حالت يې پر ځای ولاړ نه دی، نو ځکه هلته ژوند کول اسانه چاره نه ده. خو زه چې په دغه واړه هېواد کې وګرځېدم، داسې مې حس کړل چې په ټولیز ډول يې خلک له خپل ژوند خوښ دي.
د ټرانزنسټریاټوير په نوم د یوه شرکت څښتن راته وویل، 'دلته موسم ښه دی، سابه او مېوې ډېرې ښې دي او بهرنۍ مرستې هم شته.'
له بهرنيو مرستو د ده موخه د روسيې مالي مرستې وې چې پر مټ يې په دغه هېواد کې روغتونونه او ښوونځي چلېږي، د برېښنا پروژې پرې پلې کېږي او متقاعدو کسانو ته تقاعد ترې ورکول کېږي.
د ټرانزنسټریا خلک له خپل پلرني هېواد سره مينه له چا، نه پټوي. هلته د درو بېلا بېلو ژبو ویونکي خلک مېشت دي خو روسي يې د اکثریت ژبه ده.
د ملي ورځو پر مهال پر دولتي ودانیو د ټرانزنسټریا د بېرغ تر څنګ د روسيې جنډه هم رپېږي او په پوځي پرېډ کې يې روسي پوځيان هم برخه اخلي.
د ټرانزنسټریا بېرغ په ټوله نړۍ کې يوازېنی داسې بېرغ دی چې د څیټک او لور نښه ورباندې شته.
د تېراسپول د سیاسي علومو پوهنځي مشر اناتولې دیرون وايي چې د دغه هېواد خلک په تاريخي لحاظ ځانونه د روسيې د فرهنګي ميراث برخه ګڼي.
د اوکراین د پولې په دوه کېلومټرۍ کې دلته د شوروي اتحاد له وختونو د اروپا د وسلې تر ټولو لوی ډيپو یا سلاکوټ هم شته.
له همدې کبله له دې سره سره چې ملګرو ملتونو له روسيې غوښتي چې له اوکراینه پوځونه وباسي خو بیا هم دوی دا کار نه کوي او د ټرانزنسټریا مسکو پلوه حکومت هم دا د روسيې شته والی د خپلې بقا یا پایښت لپاره مهم ګڼي.
ټرانزنسټریا ولې په رسميت نه پېژندل کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د ټرانزنسټریا په رسميت د نه پېژندلو کیسه ولې دومره جنجالي ده؟ په دې باندې پوهېدل ډېر ګران نه دي.
په ۱۹۸۰ لسیزه کې په مالډون کې د سوسیالېستانو د قومپالنې د ډېروالي له کبله په ټرانزنسټریا کې د روسي ژبو تر منځ اندېښنې پېدا شوې.
هلته پر روسي ژبه بندیز ولګول شو. وروسته د ټرانزسټریا خلکو د خپل فرهنګي میراث د ساتلو لپاره خپلواکي اعلان کړه او د ۱۹۹۰ کال د سپتمبر پر دويمه يې د شوروي د سوسیالېستانو د پرنډسټوی مولډوین حکومت جوړولو اعلان وکړ.
هغه وخت د شوروي اتحاد مشر میخایل ګورباچوف د شوروي اتحاد په راټولولو بوخت و نو ځکه يې په رسميت د دغه هېواد له پېژندلو انکار وکړ.
له دې وروسته په ۱۹۹۱ کې مالداویا د خپلواکۍ اعلان وکړ چې ټرانزنسټریا هم پکې شامله وه.
دې پرېکړې ناندرۍ رامنځ ته کړې او د ۱۸۸۲ کال په مارچ کې د دواړو لورو تر منځ جګړه وشوه.
څو میاشتې وروسته په جولاي کې اوربند اعلان شو او په دې موده کې په دې جګړې کې د وژل شویو کسانو شمېر زرو ته رسېدلی و.

د عکس سرچینه، Sarah Reid
له هماغه اوربند راهیسې په ټرانزنسټریا کې سوله شوې ده.
که څه هم د روسيې او اروپا تر منځ د مالداویا پر سر د روان جنجال له کبله هلته پر پېدا کېدونکو ستونزو سترګې نشي پټېدای خو تېراسپول امن دی.
په دغه خاموش ښار کې د ګرځېدو پر مهال هيڅ اندېښمن شوی نه یم، بیخي لکه د اروپا په کوم بل ښار کې چې ګرځم. ما له ځان سره پتېیلې وه چې که کوم څه پېښېدل زه به له ګڼې ګوڼې ډډه کوم خو د خپلواکۍ د ورځې په مراسمو کې د خلکو تر منځ د ورورولۍ يوه جذبه وه.
دا جشن د اکتوبر پر ۲۵ د نستر سيند څنګ ته جوړ و. دا سيند له مولداویا سره پوله هم دی.
کله چې لمر په لوېدو شو او د ښار د کلیسا برج د لمر زېړې رڼا ته وځلېد نو سيمييزو سندرغاړو د خپل هنر نندارې وړاندې کول پېل کړل. هلته د دې ورځې په مناسبت ځانګړی دريځ جوړ کړای شوی و.
ما فکر کاوه چې دغه جشن به د شپې پر نهو بجو تر اورلوبې وروسته هم دوام وکړي خو چې کله زه له رسټورانټه را ووتلم نو پر ټول ښار چوپتیا خپره وه.
پر مرکزي څلورلارې د شوروي اتحاد د وختونو له یوه روان اورګاډی پرته د بل څه غږ نه اورېدل کېده.
په ټرانزنسټریا کې د سیلانیانو یا ګرځندویانو لپاره د پام وړ سېلځي کم دي نو ځکه هر کال شاوخوا شل زره کسان له مالداویا د ورځې په مخ هلته په چکر ورځي.
د مالداویا له پلازمېنې تر تېراسپول پورې خلک په بسونو کې ځي چې هلته بیا د ټرانزنسټریا پر پوله دوی ته ويزه ورکول کېږي.

د عکس سرچینه، Sarah Reid
که څوک له یوې د ډېرو ورځو لپاره پاتېدل غواړي نو مخکې له مخکې باید په یوه هوټل کې ځان ثبت او کوټه ونیسي.
که د چا روسي نه وي زده نو په دغه ښار کې ګرځېدل ورته اسان نه دي.
دلته د پنځلسمې پېړۍ یوه کلا ده چې یوه برخه يې د سېلانیانو لپاره خلاصه ده، د نولسمې پېړۍ د ځينو اثارو تر څنګ په دغه ښار کې ځای ځای د شوروي اتحاد د وختونو ځينې تاريخي څلي هم شته چې ټول په یوه ورځ لیدل کېدای شي. نو ځکه څوک ډېر وخت نه پکې تېروي.
ما ته ګلچنکو وویل، ګرځندوی داسې صنعت دی چې باید لا ډېر کار ورته وشي. ده وویل، باید خلکو ته دلته د تګ راتګ په برخه کې هم ګڼې اسانتیاوې رامنځ ته شي.
له شک پرته د ټرانزنسټریا د خلکو ناښه مالي حالت د ښه کولو لپاره ګرځندوی صنعت ډېر مهم دی خو د ختيځې اروپا دې سرحدي سيمې ته -چې خلکو هېره کړې- سفر ما ته ډېر خوند را کړ.
له دې هر څه سره سره د ټرانزنسټریا خلکو ته خپلواکي اوس یوازې د یوه ارمان په حد کې ده ځکه چې نه مالداویا او نه هم روسيه دې ته چمتو ده چې له دغه هېود لاس په سر شي.



















