تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسټرالیا موټر سوځېدو 'زړه بوږنوونکې' پېښه کې ماشومان وژل شوي
په اسټرالیا کې پولیس وايي، د دې هېواد په برېسبن ښار کې د درېیو ماشومانو په ګډون څلور تنه هغه وخت مړه شول، چې ظاهراً یې موټر په قصدي ډول وسوځول شو.
د کویینزلنډ پولیسو وویل، د پېښې ځای ته د بېړنیو چارو مرستندویان ورسېدل او له لسو کلونو د کم عمره ماشومانو جسدونه یې وموندل.
پولیس وايي، د برېسبن ښار ختیځ "کمپ هېل" کې یې دا پېښه د جنایت په توګه ثبت کړې او کلابنده کړې ده.
د پولیسو د ادارې څیړونکی مارک ټامپسن د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "دا یوه وحشتناکه پېښه وه، دا لومړنۍ څېړنې دي، خو کله چې پولیس راغلل موټرونه سوځېدل."
مرستندویانو د هغه لاروي درملنه هم کړې چې غوښتل یې تر ډېره سوځېدونکي کسان وژغوري، خو خپله د ده مخ هم سوځېدلی و.
ښاغلي تامپسن تایید کړه چې په موټر کې سپاره خلک د دې سیمې اوسېدونکي وو. د سیمو اوسېدونکو اسټرالیايي رسنیو ته ویلي، دوی له یوه اور اخېستي موټر د یوې ښځې راوتلو صحنه ولیده.
اسټرالیايي ورځپاڼې ته یوه عیني شاهد خپل د سترګو لیدلی حال داسې بیان کړی چې په دې پېښه کې یې د ښځې چیغې اورېدلې او ویل یې "هغه سړي پر ما تېل را واچول."
پولیسو ویلي، لا وخته ده چې د قربانیانو هویت تایید کړي او د کورني تاوتریخوالي په اړه یې له پوښتنو ځوابولو ډډه وکړه.