د لندن بریدګر امان څوک و؟

د خپرېدو وخت

سوېلي لندن کې هغه بریدګر وپېژندل شو چې پرون یې پر خلکو د چاکو برید وکړ او وروسته د پولیسو ډزو کې ووژل شو.

شل کلن سودېش امان د ترهګریزو جرمونو له امله د درې کاله او څلور میاشتو نیمه سزا پوره کړې وه او یوه اونۍ وړاندې خوشی شوی و.

د چاکو برید کې یې درې کسان ټپي کړل، خو د یوه حالت هم د اندېښنې وړ نه دی.

د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن له پېښې وروسته وویل، د دوشنبې په ورځ(نن) حکومت له هغو کسانو د خلاصون لپاره- چې د ترهګرۍ جرم باندې سزا هم ور کړل شوې- په نظام کې د بنسټیز بدلون لپاره نور پلانونه اعلانوي.

له دې مخکې ښاغلي جانسن ټوېټري پیغام کې وویل، زړه یې دې پېښه کې له ټپي شویو سره دی.

نوموړي د بېړنیو چارو ادارې له کارمنانو هم مننه وکړه.

سودیش امان څوک دی؟

د بي بي سي خبریال ډینیل ډي سمون وايي، د ۲۰۱۸ کال نومبر کې سودېش امان ته له ترهګرو سره د اړوند مالوماتو د سندونو د لرلو او د ترهګرۍ خپرولو په جرم درې کاله او څلور میاشتې بند واورول شو.

ډي سمون وايي، هغه مهال په محکمه کې و او د سزا اورولو په وخت یې د امان مسکا اوس هم یاد ده.

د ۲۰۱۸ کال په مۍ کې اول ځل پولیسو په شمالی لندن کې امان د ترهګریزو بریدونو د پلانولو په تور ونیو.

د هغه کال په اپرېل کې د ترهګرۍ ضد پولیس چې د ټیلي ګرام مسېج اېپ کې تبصرو ته متوجه شول نو امان ته یې پام واوښت.

یوه تبصره کې یو بیرغ باندې د دوو توپانجو انځورولو سره عربي کې لیکلي و، وسلوال د اپرېل په دریمه تیار دي.

عیني شاهدانو څه ولیدل؟

عیني شاهدان وايي، درې ډزې یې واورېدې او له درملتون بهر یې پر ځمکه پروت یو کس ولید.

پولیسو نږدې خلکو ته دا هم ویلي و چې پټ شي.

۱۹ کلن زدکوونکی ګولود بلهان وايي، پر سړک روان و چې یو کس یې په منډه ولید او وروسته یې د ډزو غږونه واورېدل.

دی زیاتوي چې دې سره یې منډه کړل او کتابتون کې پټ شو، وروسته د پولیسو او امبولانسونو غږونه شول.

سیمه کې د بي بي سی خبریال سټېفن پاول وايي، هرې خوا ته پولیس و او له خلکو یې غوښتل چې کورونو کې پاتې شي.

هغه زیاتوي، چورلکو سیمه څارله او په کوڅو کې خورا ډېر پولیس ګرځېدل.