زلمی خلیلزاد اسلام اباد ته تللی

پاکستاني چارواکي وايي زلمی خلیلزاد له شاه محمود قریشي سره لیدلي (ارشیف فوټو)
د عکس تشریح، پاکستاني چارواکي وايي زلمی خلیلزاد له شاه محمود قریشي سره لیدلي (ارشیف فوټو)
د خپرېدو وخت

د افغانستان سولې خبرو لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلی.

د پاکستاني رسنیو په رپوټونو کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یوې اعلامیې په حواله ویل شوي، چې ښاغلي خلیلزاد د پاکستان بهرنیو چارو له وزیر مخدوم شاه محمود قریشي او د دغه هېواد له پوځ مشر جاوید قمر باجوه سره د افغانستان سولې بهیر په تړاو خبرې کړې دي.

رپوټونو کې ویل شوي، ښاغلي خلیلزاد او ښاغلي قریشي د افغان سولې بهیر په تړاو د سلا مشورو پر دوام موافقه کړې.

ښاغلی خلیلزاد د روانۍ اونۍ په پیل کې بروکسل ته تللی و، چې له ناټو او اروپايي ټولنې له چارواکو سره د افغانستان د سولې پروسې په تړاو خبرې وکړي او د پرمختګ په هکله معلومات ورکړي.

له بلې خوا په افغانستان کې د بهرینو ځواکونو امریکایی قومندان جنرال سکاټ میلر په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو کې تر ګډون وروسته بېرته کابل ته ستون شو او ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو ته یې د سولې پروسه کې تر دې مهاله د رامنځته شویو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل.

یوناما

د عکس سرچینه، @UNAMANEWS

د عکس تشریح، له دې مخکې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ 'یوناما' پر خپله ټوېټر لیکلي و، د یوناما مشر تدامیچي یماماتو په دبۍ کې له زلمي خلیلزاد سره لیدلي

ښاغلی خلیلزاد په داسې وخت کې پاکستان ته تللی چې په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ دوه اړخیزې خبرې روانې دي.