تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پولیسو هغه سړي جریمه کړي چې د موټر سایکل سپرلۍ پر مهال لمبیدل
ویتنامي پولیسو هغه دوه سړي نغدي جریمه کړي چې د هېواد په سویل کې د موټر سایکل سپرلۍ پر مهال لمبیدل. ۲۳ کلن هیون تانهخانه او یو بل ملګری یې په یوه ویډیويي کلیپ کې داسې حال کې لیدل کېږي، چې کمیسونه یې نه دي اغوستي او پر روان موټرسایکل برسېره پر سر اوبه اړوي.
د دواړو سړیو تر منځ له اوبو ډکه سلواغه یا سطل ایښی او سرونه یې په صابون ککړ لیدل کېږي. په کلیپ کې شا ته ناست سړی ښکاري چې له بالټۍ اوبه راکاږي پر ځان او موټرسایکل چلوونکي یې اړوي.
په کلیپ کې د موټر سایکل چلوونکي پر ځنګنونو د شرابو ایښي بوتلونه هم ښکاري. پر خواله رسنیو دغه ویډیو ډېره لاس پر لاس شوې او کاروونکو پر دواړو سړیو نیوکې کړې دي.
دغې ویډیو ته له پام اوښتو وروسته ځايي پولیس توانېدلي دواړه سړي ونیسي. ویل کېږي، پولیسو دغه سړي د موټر سایکل نمبر پلیټ په وسیله موندلي چې په ویډیويي کليپ کې له ورایه ښکاري.
کله چې د چهار شنبې پر ورځ پولیسو د پوښتنو ګروېږنو لپاره په توقیف کې د ساتلو په موخه له محکمې اجازه غوښته، ښاغلی تانهخانه یې د موټر سایکل چلوونکي په توګه ورو پېژاند.
د تووې تري نومې ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، دواړه سړي یو اعشاریه اته میلیونه ویتنامي دونګ جریمه شوي چې د ۸۰ امریکايي ډالرو معادل کېږي.
پر دوی دواړو بې له ځانګړې خولۍ د موټر سایکل چلولو په ګډون له یو شمېر ترافیکي قوانینو د سر غړونې تورونه لګېدلي دي.
ورځپاڼه زیاتوي هغه کس هم یو اعشاریه څلور میلیونه دونګ جریمه شوی چې یوه غیر مسلکي چلوونکي ته یې موټر سایکل ورکړی و.